لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکیې او شام په زلزله کې د مړو شمېر له 28000 نه هم لوړ شو - ځینې ټېکه داران ګرفتاره شوي


چارواکي وایي نړېدلې ودانۍ هغه دي چې کله جوړېدلې، نو په کې اصول له پامه غورځېدلي و او ناوړه مواد په کې کارول شوي و
چارواکي وایي نړېدلې ودانۍ هغه دي چې کله جوړېدلې، نو په کې اصول له پامه غورځېدلي و او ناوړه مواد په کې کارول شوي و

واشنګټن - ترکیه او شام کې د سختې زلزلې نه پس، لا هم د ژغورنې چارې په عمومي توګه جاري پاته دي، مګر د ترکیې په ځینو سیمو کې د لوټ او تالان رپوټونو په راتلو سره، د ژغورنې ځیني عملیات وځنډېدل.

د ترکیې او شام چارواکي وایي چې د زلزلې له امله د مړو شمېر اوس د اته ویشت زره (۲۸۰۰۰) نه اوړېدلی او میلینونه کسان بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستې د چارو مشر مارټین ګرېفېټ وایي، د هغه اټکل دا دی چې د مړو شمېره به دوه برابره زیاته شي.

د شام شمال لویدیځه سیمه چې د یاغیانو په واک اختیار کې ده، په دې زلزله کې د هغه هېواد تر ټولو زیاته ځپل شوې سیمه ګڼلی کیږي.

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د خالي/شنبې په ورځ وویل چې دا زلزله "د سدې غمیزه" ده.

په ترکیه کې د زلزلې له کبله ګڼ شمېر لویې ودانې رانړېدلي او د زیاتو ملبو په منځ کې د ژغورنې عملیات جاري دي.

د ترکیې حکومت د خالي/شنبې په ورځ یو شمېر ټېکه داران چې د چارواکو په باور د زلزلې له کبله د نړېدلو ودانیو په ناقصه جوړولو کې ذمه وار ګڼل کیږي، ګرفتاره کړل.

د لندن په کالج یونیورسېټۍ کې د بېړنیو چارو د منصوبه بندۍ یو پروفیسر، ډېوېډ الکزنډر د ایسوشیټډ پرس خبري ادارې ته وویل: "دا المیه د ودانیو د ناقصه جوړېدو له امله پېښه شوې ده، نه د زلزلې له امله."

د ترکیې د معمارانو د چمبر مشر ایوب موهجو د اې پي خبري ادارې ته ویلي، زیاتره ودانۍ چې رانړېدلي دي، هغه دي کوم چې په ناوړه موادو او ناوړه طریقه کار سره جوړې شوې وې او په کې د ودانۍ د چارو په برخه کې د ترکیې اصول له پامه غورځېدلي و.

د امریکا د نارټ وېسټ یونیورسېټۍ یوې زلزله پوهې او پروفېسرې سوزان وان ډېر لي د وي او اې د ترکي څانګې ته وویل چې "داسې ډول زلزلې به پېښيږي... مونږ نه پوهیږو چې څه وخت. نو بهترینه کار دا دی چې د امکان تر حده پورې ورته آمادګي ولرو، داسې ودانۍ ولرو چې د امکان تر حده خوندي وي، او چې کله د ځمکې خوځېدل حس کړو، په دې پوه شو چې څه باید وکړو."

د دې رپوټ په جوړېدو کې د وي او اې ترکي څانګې برخه اخېستې او ځیني معلومات هم د اې پي خبري ادارې نه اخېستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG