لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د امریکايي سازش په خبره "يوټرن" اخستی، په ټولنيزو رسنيو بحث


imran khan
imran khan

په پاکستان کې په ټولنیزو رسنيو تود بحث روان دی چې مخکني وزیراعظم عمران خان د خپل حکومت لرې کولو په اړوند بيان څخه يوټرن اخستی يا هغه دريځ څخه په شا شوی چې یې ويلي وو د هغه د حکومت لرې کولو په شا د امریکا لاس وو.

عمران خان وايس اف امریکا سره په يوه مرکه کې ويلي دي، "چې څه هم شوي دي او اوس مخې ته را روان دي، امریکا زما د لرې کولو نه وو ويلي، د بده مرغه اوس چې کوم شواهد مخې ته راځي، جنرل باجوه امریکايانو ته ويلي وو چې زه [عمران خان] د امریکا مخالف يم، ځکه زما د لرې کولو منصوبه د هلته [امریکا] څخه دلته [پاکستان] ته نه ده راغلې د دلته نه هلته لېږل شوې".

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې اوس هم يقين لرې چې امریکا ستاسو په لرې کولو کې رول درلود؟ هغه ويلي، "سايفر رښتيا وو، خو دغه خبره اوس تېره شوې ده".

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب په ټويټر ويلي "وګورئ" او د اې ار وايي ټي وي هغه عکس خپور یې کړی چې پکې عمران خان ويلي، "اوس چې کوم څيزونه مخې ته راځي د هغې نه په ډاګه کيږي چې زما په لرې کولو کې د امریکا لاس نه وو".

او يو بل وزیر خواجه سعد رفيق هم ويلي، "عمران خان د يوټرن اخستو کې لیجنډ دی".

شمع جونېجو په ټويټر ويلي، "عمران خان يو بل يوټرن اخستی د خپلې خبرې نه بيرته په شا شوی، هیڅ پښېمانه نه دی، هیڅ شرم ورته نشته، چې په هر چا وغواړي تور لګوي، او بيا د سوچ او خيال نه بیرته واپس کیږی".

جرنلسټ رضا رومي هم په ټویټر ویلي "عمران خان غټ يوټرن اخستی، اوس به د هغو ملينونو ټويټونو څه کيږي. د هغو ټولو وي لاګس او پوهانو د کالمونو چې یې ثابتوله چې عمران خان د امریکا په سازش لرې کړی شوی دی".

خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ټويټر څخه د وي او اې د مرکې ويډيو خپره شوې او ورته ليکل شوي چې "پي ډي اېم او ځينې د ميډیا خلک د عمران خان په مرکه ايجنډا جوړوي چې هغه د خپلې خبرې نه په شا شوی دی، خو عمران خان په خپله مرکه کې ويلي چې سايفر رښتیا وو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG