لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رضا رباني: حکومت دې اېوان ته په ترهګرۍ پاليسي، او پوځ دې د ټي ټي پي سره د خبرو احوال وړاندې کړي


د پاکستان د پارليمان په ګډه غونډه کې د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټر رضا رباني ويلي، حکومت دې په اېوان کې د ترهګرۍ په اړه پاليسي بيان وړاندې کړي او د هغې وروسته دې د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر او ډايريکټر جنرل ملټري اپرېشن دې اېوان ته راوغوښتل شي او که غواړي په ان کېمره غونډه کې دې د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د مذاکراتو په اړه تازه احوال وړاندې کړي.

رضا رباني وويل، د اېوان په شريکه غونډه کې په امنيت خبره کيږي بايد چې د کورنیو چارو وزیر موجود وی او د اېوان د غړو د پوښتنو ځوابونه یې کړی وی.

هغه زياته کړه په ايجنډا کې د ترهګرۍ خبره شامله ده، نو "د دې اېوان روايت پاتې شوی او په ترهګرۍ د اېوان د غړو بحث به بې معنې وي تر ټولو اول دې حکومت په دې اړه پاليسي بیان وړاندې کړي او بيا دې د ايي اېس ايي مشر او د پوځي عملياتو مشر اېوان ته وبلل شي او اېوان ته دې پاليسي بيان ورکړي چې دا وخت د ټي ټي پي سره څه حالات روان دي په مذاکراتو کې څه وشو او دا وخت څه روان دي".

هغه وویل که د دغې وروسته بيا د اېوان غړي بحث کوي نو هغه به کوټلی بحث وي، چې "اول وويل شي چې په راتلونکې کې د ترهګرۍ په اړه تګلاره څه ده او په ځانګړي ډول د ټي ټي پي په اړوند څه کول پکار دي".

رضا رباني د قومي اسپيکر راجا پروېز اشرف ته په مخاطب کولو سره وويل، چې حکومت ته لارښوونه وکړي چې اول دې کوم وزير پاليسي بیان ورکړي او بيا دې اېوان ته احوال وړاندې کړی شي.

په دغه مهال د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان وويل، خېبرپښتونخوا صوبه د اوږدې مودې نه د ترهګرۍ ښکار پاتې شوې او په وروستيو کې په پېښور کې په پولیس لاين برید شوی او د 100 نه زیات کسان پکې وژل شوي دي.

هغه وويل "په خېبرپښتونخوا کې هدفي وژنې، بمي چاودنې، ځانمرګي بریدونه او قلنګ غوښتې د هرې ورځې معمول دی او په صوبه کې د ترهګرو راج دی امنيت ډېر خراب دی، حکومتي عملداري نه ښکاري د کاروباري طبقې ژوند ته خطره ده، پانګه وال د امنيت له امله په تېښته دي او د صوبې ولس په بدامنۍ کې ژوند کوي".

مشتاق احمد خان زياته کړه، "پکار ده چې په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا صوبه چې د ترهګرۍ ښکار ده په دې موضوع دې بحث وشي او تګلاره دې وړاندې کړی شي".

د نوموړي په خبره د خېبرپښتونخوا صوبې پوليس په زړورتيا سره د ترهګرۍ مقابله کوي خو هغوی د ترهګرۍ ضد مبارزې تربيه، وسايل او نه نور الات لري، په وزيرستان کې 500 کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي، د خېبرپښتونخوا نه پانګه وال او کاروباريان روان دي د هغې به د صوبې په معيشيت بدې اغېزې وي.

هغه وويل "دا وخت د صوبې ولس 2000 اربه روپۍ د ټېکس پېسې پوځ، پولیس او عدالت ته ورکوي چې تحفظ او انصاف ورته ورکړي، خو تحفظ نشته، په صوبه کې دومره غټه پېښه وشوه يو امنيتي چارواکي استعفا ور نه کړه، دا د امنيتي ادارو، حکومتونو او رياست ناکامي وه چې تحفظ یې ور نه کړی شو".

سېنېټر مشتاق وويل د 20 کالو نه په صوبه کې دننه خپل خلک کډوال دي، صوبې ته سزا ورکول کيږي نور به دوی دغه سزا ونه زغمي. نوموړي په حکومت نيوکې وکړې چې د پېښور پېښه یې سنجيده نه ده اخستې ځکه يو وزیر په اېوان کې نشته.

د اېوان شريکې غونډې ته د عوامي نيشنل ګوند سېنېټر هدایت الله خان وويل، "که رياست د ترهګرۍ په ختمولو کې سنجيده دی نو د عوامي نيشنل ګوند د اولې ورځې نه غوښتنه ده او دريځ لري چې د ترهګرو پرضد دې بې د کوم توپيره عمليات وکړی شي که تعلق یې د پاکستان، افغانستان يا د بل کوم هر ملک سره وي".

هغه وويل "که د ترهګرو پرضد عمليات ونه شو بيا به دا ملک هم بچ پاتې نه شي او خپل رياست ته ويل غواړو چې ښه او بد پرېږدي او د ترهګرو پرضد عمليات وکړي دا د وخت تقاضه ده او په نيشنل اېکشن پلان کې هم دا خبره شوې ده. "

هغه زياته کړه وزیراعظم ویلي چې په خېبرپښتونخوا کې په لس کاله موده کې 400 اربه روپۍ د ترهګرۍ ضد کارول شوي نو "دوی د وزيراعظم نه غوښتنه کوي چې همت پکې شته چې د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي حکومتونو نه دغه حساب وغواړي ځکه چې د تحریک انصاف په حکومت کې په صوبه کې پوليس کمزوري کړل شوي او ترهګر پياوړي کړل شوي دي".

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د شوي ځانمرګی بريد چې پکې د 100 نه زیات کسان وژل شوي او د 200 زيات ژوبل شوي وو، له دغې وروسته د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ پېښور کې د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې وه.

وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي".

رانا ثناالله ویلي وو، د پېښور د برید زمه واري د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې منلې وه.

د پېښور د پېښې وروسته وزيراعظم شهباز شریف او په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع یې ټول ګونديز کانفرنس بللی، دغه نېټه بيا نهمې فرورۍ ته ځنډول شوې او د نهمې فرورۍ د ټول ګونديز کانفرنس نېټه هم بيا ځنډول شوې او بله نېټه نه وه اعلان کړی شوې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG