لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د فعالې ګلالۍ اسماعیل مور او پلار د ترهګرۍ ضد عدالت بري کړي


Gulalai Ismail
Gulalai Ismail

د بشري حقونو فعالي ګلالۍ اسماعيل پلار پروفېسر اسماعیل او مور یې د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت نن د شورو/چهارشبنې په ورځ [15 فرورۍ] بري کړي دي. پروفېسر اسماعیل وايي په کال 2020 کې پرې تور لګول شوی وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] غړي دي او د ترهګرۍ مالي مرستې کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا مقدمه بيا خارج شوې خو وروسته پرې په بل عدالت کې بيا دا مقدمه نوې کړی شوې، د غدارۍ، د پاکستان خلاف سازش، ترهګرۍ او ترهګرو د مالي مرستو او پاکستان بدنامولو د مادو لاندې پرې مقدمه درج کړی شوې وه.

هغه زياته کړه په دغه مقدمه کې په کال 2021 کې د هغه ضمانت ختم کړل شوی او جېل ته لېږل شوی وو چې 70 ورځې بند یې پکې تېر کړی وو او د ښځې ضمانت يې پوخ شوی او هغه جېل ته نه وه تللې.

پروفېسر اسماعيل وايي په یاده مقدمه کې هغه او مېرمن یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته 166 ځله پېش شوي او په 167 ځل په مقدمه کې بري شو.

د نوموړي په خبره په ياده مقدمه کې ورسره ګلالۍ اسماعیل هم شامل وه، نن عدالت دی او ښځه یې بري کړه او ګلالۍ اسماعيل یې پکې مفروره وګرځوله.

د مور او پلار د بري کېدو وروسته فعالې ګلالۍ اسماعيل په ټويټر ويلي،

د درېو کالو د ځورولو او بې شمېره ځله عدالت ته د حاضريانو وروسته د بغاوت، ترهګرۍ او رياست پرضد سازش په جعلي مقدمو کې یې مور او پلار بري شو، هغې ويلي د ټولو خلکو مننه کوي چې په دغه سخت وخت کې ورسره ولاړ وو.

د ګلالۍ اسماعیل د مور او پلار پرضد جوړه مقدمه باندې وخت په وخت د بشري حقونو تنظيمونو نيوکې کړي او د هغو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل تېر کال د مارچ په میاشت کې ويلي وو چې په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو د فعالې ګلالۍ اسمعيل پلار محمد اسماعيل د خپلې لور د بشري حقونو لپاره د فعالیتونو په سر پولیسو نيولي وو.

خو هغه وخت حکومت ويلي وو د بیان او مطبوعاتو په ازادۍ باور لري او د مذهبي ازادۍ پشمول په ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره حکومت يو شمېر ګامونه پورته کړي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان او قانوني پوهان وايي چې په هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې اوس هم دوام لري او کوم فعالان چې د دې پرضد غږ پورته کوي نو په هغوی د غدارۍ تورونه لګول کيږي او خلاف يې مقدمې جوړيږي.

خو په پاکستان کې حکومتونه تل دغه تورونه رد کړي او دريځ يې خپل کړی چې په ملک کې د بشري حقونو پوره خیال ساتل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG