لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کاروباريان وايي د دوايانو قيمتونه ورځ تر بله سېوا کيږي


پېښور ــ په پاکستان کې کاروباريان وايي د دوايانو قيمتونه ورځ تر بله سېوا کيږي او د خلکو د دوايانو د اخستو مالي توان کم شوی دی.

په پېښور کې دوکانداران وايي د ژوند بچ کولو دوايانې تر ټولو زياتې ګرانې شوې دي.

رحمت خان د خپل مريض د پاره دوايي اخستو ته راغلی وايي، دی دهاړي مزدوري کوي او اکثر د ډاکټر له خوا ليکل شوي ټولې دوايانې نه شي اخیستی. رحمت خان وي او اې ډیوه ته وویل:

"مونږ د ورځې په حساب شپږ سوه روپۍ مزدوري کوو۔ پيسې چې نه وي بيا په قرض پيسې را اخلو۔ په کلي کې ګرځو، د چا نه زر چا نه پینځه سوه روپۍ راواخلو، ځکه چې مجبوري مو ده"۔

د پېښور نمک منډۍ کې د دوايانو مارکيټ کې اکثر دوکانونو کې اخستونکي نه ليدل کيږي، کاروباريان وايي د ګرانۍ له وجې د اخستونکو کچه کمه شوې ده. يو دوکاندار فېض محمد وايي د خلکو د اخستو مالي توان کم شوی دی:

"روزګار مو اتيا فيصده کم شوی دی۔ د خلکو مالي حالت ډېرخراب دی صرف هغه وخت د ضرورت دوايي اخلي چې تر اخري حده ورسيږي، خلکو د ځان عام علاج پرېښی دی ځکه چې مالي توان نه لري"۔

دوکانداران وايي د دوايانو قيمتونه د روزانه په حساب سره سېوا کيږي، د شوګر، بلډ پريشر، د تبې، د زړه د بيماريو او نورې ژوند بچ کوونکو دوايانو قيمتونه په تېرو څو مياشتو کې څو چنده سېوا شوي دي.

د پېښور د دوايانو د دوکاندارانو د اتحاديې جنرل سيکرټري اسلم پروېز وايي پاکستان ته د دوايانو خام مال د بهر هېوادونو نه درامد کيږي، چې د روپۍ د قدر کمي سره يې قيمتونه سېوا کيږي:

"د ژوند بچ کولو دوايانې لکه د بلډ پرېشر دوايي، شوګر دوايي او دغسې نورې داويانې هره هفته ګرانيږي. که يوه هفته د يو ډبي قيمت اته سوه روپۍ وي نو بله هفته هغه نهه نيم سوه او بيا زرو ته ورسيږي".

د پاکستان سټېټ بېنک او حکومتي چارواکو په دې وروستيو کې ويلي دوی به کاروباريانو ته اسانتياوې ورکوي او په بندر ګاه چې د اېل سيز د وجې کوم مالونه ولاړ دي د هغې د حل لار به راوباسي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG