واشنګټن - د پاکستان په بندیخانه کې د لس کاله قېد سزا تېرولو وروستو، د امریکې ورجینیا ریاست سره تعلق لرونکي پېنځه هلکان په امریکا کې یو ځل بیا د ترهګرۍ تورونو په سر مقدمو سره مخ دي.
دغه پېنځه ځوانان ۱۵ کاله وړاندې په پاکستان کې هغه وخت ونیول شول کله چې دوی افغانستان کې د جهاد کولو په غرض د امریکې ورجینیا ریاست نه پاکستان ته لاړل او د خپل تګ نه وړاندې یې یو ویډیو خپره کړه. د ویډیو خپرېدو وروسته د دوي کورنیو د امریکې استخباراتياداره اېف بي آي خبره کړه.
په امریکا کې حکومتي وکېلانو د پېنځه واړه تورن تنانو په ضد عدالت کې د ترهګرۍ مقدمه درج کړې.
د تېرې نهې (سه شنبې) په ورځ د شمالي ورجینیا ضلعي عدالت کې د مقدمې اورونې په وخت ښځینه ججې داسې اشارې څرګندې کړې چې په دې بنیادونو باندې د تورن تنانو نه یو تن خلاف تورونو ختمولو پلان لري چې د پاکستان په بندیخانه کې د زور زیاتي او ځان له پاتې کېدو له وجې هغه په ذهني توګه معذوره شوی دی.
ښځینه ججې، لییوني برېنکېما د پنځه واړه کسانو خلاف تورونو راوړو په سر هم په دې بنیاد پوښتنې وکړې چې هغوي په پاکستان کې د وړاندې نه سزا ګانې تېرې کړي.
نوموړې د دسمبر په میاشت کې ددغه مقدمې اورونې په وخت وېلي وو، ” که چرته په دې کسانو باندې پاکستان کې مقدمې شوي او په پاکستاني بندیخانه کې یې د قېد یو لویه برخه تېره کړې او اوس د امریکې حکومت په دې ملک کې د دوي په ضد، هم هغه تورونه راوړي نو په دې غور پکار دی چې آیا دا خبره عقل ته پرېوځي او که نه“.
تورن کسان، وقارخان، احمد میني، رمي زمزم، امن یمر او عمرفاروق هغه وخت د امریکې استخباراتي ادارې اېف بي آي د څارنې لاندې راغلل کله چې د تورن کسانو کورنیو د دوي د بې درکۍ په اړه اېف بي آي خبر کړه.
په کال ۲۰۰۹ کې پېنځه واړه کسان د امریکې نه پاکستان ته تلي وو او د تګ وړاندې یې د ۱۱ منټو یو ویډیو خپره کړې وه چې پکې یې د یرغل سره مخ مسلمانانو خاورې د دفاع لپاره د جهاد کولو مرسته کړې وه. د کورنیو غړو پاکستان ته د دوي د تګ مخه نیولو کوشش وکړو کله چې هغوي ته د دوي د پلان معلومات ترلاسه شو او د امریکايي مسلمانانو د بشري حقونو ډلې، کونسل آن امرېکن اسلامک ریلېشنز، وکېلې، نینا جېنسبرګ او اېف بي آي سره یې معلومات شریک کړل.
خو دغه پېنځه واړه کسان د وړاندې نه پاکستان ته رسېدلي وو او د داسې کسانو په لټون کې وو چې افغانستان ته رسېدو کې ورسره مرسته وکړي. د ایف بي آي وروستي ښکاره کړو معلوماتو ترمخه زیاتره خلکو ددوي سره د مرستو کولو نه انکار کړی وو که څه هم یو تن دوي ته په دې شرط د مرستو مشوره ورکړې وه که چرته په پاکستان کې د دغه تنانو یو کورنۍ د دوي ضمانت ورکړي.
د اېف بي آي د معلوماتو ترمخه امریکې نه د تګ نهه ورځې وروسته پاکستاني چارواکو پېنځه واړه کسان د پنجاب سرګودها ښار کې د ۲۰۰۹ کال دسمبر په ۹مه نېټه نیولي وو. دغه تنانو د اېف بي آي اېجنټانو ته منلې چې د هغوي مقصد د امریکايي ځواکونو خلاف جنګ کول وو که چرته هغوي افغانستان ته ورسېدل.
پېنځه واړه کسانو باندې په پاکستاني عدالتونو کې د ترهګرۍ تورونه ولګول شو. دوي وايي د حراست په وخت په دوي باندې زور زیاتی شوی خو پاکستاني چارواکي دغه تورونه ردوي. د ترهګرۍ تورونو ثابتېدو وروسته پېنځه واړه کسانو ته د لس کاله قېد سزاګانې ورکړی شوې.
پاکستان د قېد سزاګانو تېرولو وروسته امریکايي حکومت د دوي بېرته امریکې ته راوستو هڅه کړې چې دلته یو ځل بیا د ترهګرۍ د تورونو سره مخ شي. تراوسه پورې په دغه پېنځه کې درې تورن تنان، زمزم، یمر او میني امریکې ته راوستی شوي. څلور تن تراوسه پورې د پاکستان په قېد کې دی او پېنځم تن پاکستان کې د جېل نه بهر دی.
پاکستان کې د ګرفتارۍ په وخت یمر د ۱۸ کلونو وو، چې په پېنځه کسانو کې یې ترټولو کم عمروو. یمر دا وخت د سخت ذهني ناروغیو سره مخ دی. د یمر وکیلې، جېنسبرګ عدالت ته وېلي چې د پاکستاني ځواکونو په حراست کې د خراب سلوک او یواځې پاتې کیدو له کبله یمر په ذهني توګه معذوره شوی. نوموړې عدالت ته ووېل چې یمر ټوله ورځ په کرسۍ کې ناست وي او د خبرو ځواب نه ورکوي، هغه صرف هغه وخت خوراک کوي چې کله ورته خوراک ورکړی شي او تشناب ته هغه وخت ځي چې څوک یې بوځي. نوموړې زیاته کړه د څو میاشتو علاج وروستو هم د هغه حالت ښه شوی نه دی.
جېنسرګ د اورونې په وخت ووېل هغه طمع لري چې امریکايي حکومت به د یمر په ضد لېګېدلي تورونه لرې کړي. ښځینه ججې ښکاره اشاره څرګنده کړه چې هغه به د یمر خلاف، هم هغه وخت تورونه ختم کړي، څه وخت چې هم د هغه وکیله، جېنسبرګ د تورونو ردولو لپاره عدالت کې درخواست جمع کړي.
جېنسبرګ ووېل هغه یقین نه کوي چې پېنځه واړه تورن کسان امریکا کې په دوباره د قېد تېرولو جوګه دي.