لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پوځ پرضد د کمپاين کولو په تور د تحریک انصاف ګوند يو غړي ته د پينځه کاله بند سزا اورول شوې


د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد ښار يو عدالت د پوځ پرضد په ټولنيزو رسنیو د کمپاين کولو په تور د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو غړي ته د پينځه کاله بند سزا اورولې ده.

ويل شوي سزا 30 کلن سکندر زمان نومې تن ته اورول شوې او په هغه تور وو چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په لسبېله سيمه کې د پوځ د هيلي کاپټر غورځېدو د پېښې په اړه یې ګمراه کوونکی پوسټ کړی وو.

د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] د سايبر کرايم څانګې د پيکا یا الېکټرانک جرمونو د قانون لاندې په هغه مقدمه درج کړی شوې وه.

سکندر زمان ته د فېصل اباد اډيشنل اېنډ سيشن جج منصف خان د زيارت/پنجشنبې سزا اورولې او جېل ته یې لېږلی دی.

تېر کال د اګست په میاشت کې د پاکستان د پوځ وو، د سېلابونو په مهال په ژغورنه او بحالۍ مامور هيلي کاپټر يې په بلوچستان صوبه کې غورځېدلی چې پکې د کوټې د کور کمانډر په ګډون شپږ پوځي افسران مړه شوي وو.

د يادې پېښې په اړوند په ټولنيزو رسنيو پوسټونه شوي او هغه وخت پرې د پاکستان پوځي وياند هم سخت غبرګون ښکاره کړی وو، او په دغه کمپاين کې د برخه اخستونکو پرضد اېف ايي اې عمليات پېل کړي وو.

ویل شوي سکندر زمان انکار نه دی کړی چې ټويټر اکاونټ د هغه وو. عدالت مجرم سکندر زمان ته د سايبر کرايم د قانون لاندې د دوه کاله بند او دوه لکه روپو جرمانې او د تعزيرات پاکستان د 500 مادې لاندې لس زره روپۍ جرمانه او 505 مادې لاندې یې ورته د درې کاله بند او 50000 روپۍ نوره جرمانه اورولې ده.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، ياد فېصله به چېلنج کوي او پرضد به یې غټ عدالت ته ځي.

[خبر د وي او اې اردو په مننه]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG