لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: امريکايي کونسلر د پاکستان سيکرټري خارجه سره په دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو د محکمې کونسلر ډېرک شولې د سيکرټري خارجه اسد مجيد خان سره ليدلي، او پاکستان ويلي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د استازي او دوه اړخيزه سفرونه د دواړو هيوادونو د مثبته رويې څرګندونه ده.

د امریکې د بهرنيو چارو د محکمې کونسلر ډيرک شولې ویلي، د امریکا او پاکستان همکاري د پراخه کچې ده، او دا د پاکستانيانو او امریکایانو دپاره د اقتصادي مرستو، د سېلاب نه بحالۍ او بيا رغونې، سيمې د امنیت او خلکو ترمنځ اړیکو ته وده ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په ليدنه کې د پاکستان د بهرنيو چارو سېکتر د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځنۍ کچې دفاعي خبرو او واشنګټن کې د تجارت او سرمايه کارۍ د چوکاټ د لوظنامې د شورا په غونډه د اطمينان څرګندونه کړې ده.

پاکستاني سېکتر د امریکا سره د دوه اړخيزه اړيکو په لړ کې د تجارت، پانګونې، توانايۍ، امنيت او چاپيريال د بدلون سره د صحت په څانګه کې د تل پاتې مرستو په ارزښت ټينګار کړی دی.

د بهرنيو چارو د وزارت په بيان کې ويل شوي د امریکې د محکمه خارجه کونسلر ډيرک شولې ويلي امریکا د پاکستان سره دوه اړخيزه اړيکې مخ په وړاندې بوتلو ته عزم لري.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ترمخه ډيرک شولې د 14 فرورۍ نه د پاکستان او بنګله دېش په پينځه ورځني سفر دی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپل يو خبر کې ويلي، امریکايي استازي په اسلام اباد کې په امریکايي سفارتخانه کې د خبريالانو سره ليدلي او ويلي یې دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بيا سر راپورته کولو د مخنيوي په لړ کې واشنګټن د اسلام اباد سره مرستو ته پرعزم دی او د دواړو هيوادونو د پوځي اړيکو پياوړي کولو په لټه کې دی.

ډيرک شولې په بل ټویټ کې ويلي، د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزير احسن اقبال سره یې هم ليدلي دي.

هغه ويلي امريکا يواځينی هيواد دی چې د سېلابونو په مهال یې د پاکستان سره تر ټولو زياتې د 200 ملينو ډالرو مرستې کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند نېډ پرايس ويلي وو، امریکا د پاکستان سره د اوږدې مودې اړيکو ته د قدر په سترګه ګوري.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې تکرار کړې وه چې د پاکستان د حکومت په بدلولو کې یې د امریکا هیڅ کردار نه وو.

هغه د عمران خان لخوا په امریکا د تور او بيرته د خپلې خبرې نه په شا کېدو د پوښتنې په ځواب کې ويلي وو هغه په تورونو لګولو خبره کول نه غواړي او د وړاندې نه یې ويلي چې دغه تورونه هیڅ حقيقت نه لري، امريکا د پاکستان د اوږدې مودې د اړيکو او مرستو قدر کوي او تل یې خوشاله او جمهوري پاکستان غوښتی دی، کوم چې د امریکا د ګټو دپاره مهم دی او په دغه نظر کې هيڅ بدلون نه دی راغلی.

نېډ پرايس دا هم ويلي وو که د تورونو لګولو لړۍ ختميږي او کنه، خو امریکا به په دوه اړخیزه اړيکو کې پروپېګنډا يا غلط معلومات خنډ جوړېدو ته نه پرېږدي. هغه زياته کړې وه په پاکستان کې د کوم سياسي ګوند يا مشر د ملاتړ په اړوند هیڅ موقف نه لري امريکا په ګرده نړۍ کې د جمهوري، اييني او قانوني اصولو د عملي کولو ملاتړ کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG