لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران سرښار تهران او نورو ښارونو کې نن بیا احتجاجونه شوي


واشنګټن ــــ د څو میاشتو تر مسلسل احتجاجونو او ناارامۍ وروسته په ایران کې نن د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو وېډیوګانې خپرېږي چې پکې په یو شمېر ښارونو کې مظاهرین په احتجاجونو کولو لیدل شوي دي.

ددغو وېډیوګانو په آزادانه ډول تصدیق نه کېږي خو په حقله یې په ایران کې د بشري حقونو د فعالینو یوه ډله وايي دا احتجاجونه د ایران په سرښار تهران، اراک او اصفهان ښارونو کې شوي دي.

په هېواد کې په لویه کچه د پېل شوو احتجاجونو وروسته د ډالر په مقابله کې د ایران کرنسي ریال نور هم راپرېوتی دی.

دا تازه احتجاجونه د هغه دوه سړو د مرګ په څلوېښتمه ورځ شوي دي چې د ایران حکومت د احتجاجونو په تورونو پهانسي کړي وو.

په ایران کې روان احتجاجونه وروسته هغه وخت پېل شول چې د ایران پولیسو د تېر کال په ستمبر میاشت کې یوه 22 کلنه جینی مهسا امیني په پوره ډول د پردې نه کولو په سر ګرفتاره کړې وه او بیا څو ورځې وروسته هغه د پولیسو په حراست کې مړه شوه. خپلوانو یې ویلي وو مهسا امیني د پولیس تشدد له وجې مړه شوې ده.

د احتجاجونو د وېډیوګانو په اډیو یا اوازونو کې که څه هم بدلون راوستی شوی خو اوازونه صفا دي چې پکې د ایران 83 کلن روحاني مشر یا سپریم لیډر ایت الله خامنایي په هدف کړی شوی او مظاهرین په فارسي ژبه د «آمر مرده باد» غږونه پورته کوي.

د ایران مېډیا په فوري توګه ددغو احتجاجونو د تصدیق په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران اسلامي جمهوري حکومت په هېواد کې روان دغه احتجاجونه بهرنی سازش بولي خو په دې اړه یې ثبوتونه وړاندې کړي نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG