لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په يونيسکو تور لګول شوی چې د چين سره د ويغور په ثقافتي ورثه ختمولو کې مل دی


واشنګټن - په واشنګټن کې د ويغور د بشري حقونو پراجېکټ تور لګولی چې د ملګرو ملتونو ادارې يونيسکو د چين د هغې تګلارې ملتيا کوي چې د ويغورو د پاکولو په نوم روانه ده او د ويغورو کلتور او ثقافتي ورثه تباه کوي.

د رپورټ مرستيال ليکونکي ريشل هيرېس او عزيز عيسا ايلکون ويلي يونيسکو چې د «يونايټېډ نېشنز ايجوکېشن، سانټېفېک اينډ کلچرل ارګنايزيشن» مخفف دی په دوامداره توګه د چين په ويغور سيمه کې د ويغور، قازقو او کرغز خلکو د ثقافتي ورثې محافظ بولي.

دوی وايي په داسې کولو يونيسکو د خپل جوړ کړي معيار نه پخپله سرغړونه کوي چې د ويغورو او نورو ترک نسلو لږکيو خلاف د بېجينګ د عمل دفاع کوي چې پکې د ويغور جوړ شوي ثقافتي اثار تباه کوي، د مذهبي مقدساتو سپکاوی کوي او د دوی بنيادي ثقافتي رسمونو ته جرم وايي. دوی وويل:

“د دې ملګرتيا کول خپل سټېج د چين خوښې ته ورکول دي او د چين د تګلارې او بيانيې ستاينه کول دي”.

د تنظيم په رپورټ کې چين په دې تورن شوی چې د سټرېټيجیک کلتوري پاکوالي په نوم هغه مخصوص شخصيتونه او تنظيمونه په نخښه کوي چې د خپلې کلتوري، نسلي او مذهبي پېژندګلو د پاره کار کوي. دا کار د ويغورو کلتوري اثاثه په شعوري توګه او په يوه مخصوصه طريقه ختمول دي.

بيجينګ په بيا بيا دا تورونه رد کړي او وايي کوم ګامونه چې په ياده سيمه کې پورته کوي دا د ترهګرۍ، توندلارۍ او بېلتون غوښتونکو ضد عمل دی.

په واشنګټن کې د چين سفارت د وي او ای پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی خو چين هر کله د سينکيانګ په مسئله په خپل دريځ ودرېدلی کومه سيمه چې د ويغورو اکثريتي علاقه ده.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند وانګ وېن بین څو ورځې وړاندې په يو خبري کانفرنس کې په دې اړه شوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، “مونږ د سينکيانګ په مسئله په ډېرو موقعو خپل دريځ ويلی دی.وانګ ويلي:

“دا تش په نوم خلاف ورزي او د بشري حقونو سره زورګېري د دې پېړۍ تر ټولو غټ دروغ او د چين د مخالفينو پروپيګنډه ده چې ريښتياوو تل غلطه ثابته کړې ده.

د ويغورو د بشري حقونو تنظيم په رپورټ کې د ويغور د ثقافتي اثاثې د پینځو څيزونو ذکر کړی چې ويغور موسيقي، زباني تاريخ او قصه ګويي پکې يونيسکو د ويغور ثقافت برخې ګرځولي دي.

رپورټ ليکلي چې د چين حکومت يو شمېر جوماتونه، مزارونه، ګورستانونه او تاريخي کتابونه تباه کړي او په ويغور او نورو ترکي نسله ژبو يې بندېز لګولی دی.

وایي د دې سره سره يې په سلګونو او یا ممکن په زرګونو ويغور، قازق او کرغز دانشوران او کلتوري شخصيتونه په جېلونو کې اچولي دي.

د وي او ای پوښتنې ته د يونيسکو وياند په ځوابي ايميل کې وويل چې طريقه کار دا وي کله چې يونيسکو د مدني ټولنو نه کوم ر پورټ وصول کړي نو هغه معلومات د متعلقه حکومتونو سره شريکوي چې قانوني ځواب ورته وموندل شي.

وياند ليکلي “مونږ اوس اوس رپورټ تر لاسه کړی او دا وخت يې جايزه اخلو او داسې مونږ د هغو ټولو رپورټونو په اړه کوو چې د مدني ټولنو لخوا راولېږل شي”.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG