لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلغاریا کې په کنټینر لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د 18 افغانانو د مړینې په تړاو اووه تنه نیول شوي دي


واشنګټن ــــ په بلغاریا هېواد کې په لسګونو افغانان چې په یوه کنټینر لارۍ کې بند پاته وو 18 یې د لوږې او سالنډۍ له کبله مړه شوي دي، پولیسو د دې پېښې په تړاو اووه کسان نیولي دي، طالبانو هم غوښتي چې په پېښه کې لاس لرونکي قاچاکبر دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په مړه شویو کسانو کې هم یو او په ټپیانو کې پینځه ماشومان شامل دي.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي په لکونو افغانان ګاونډیو او یورپي هېوادونو ته تېښتې ته مجبور شوي دي چې په دغو کې اکثره ځوانان د ایران او ترکي په غیرقانوني لارو یورپي هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.

لومړۍ پلټنې ښیي، په یوه کنټینر لارۍ کې 52 افغانان موندل شوي چې د لرګیو تر تختو لاندې یې پټ کړي وو، چې په قاچاکي لارو له ترکیې څخه راغلې وه او د سربیا له لارې د لوېدیځ یورپ په لور روانه وه.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت وایي د دې پېښې په تړاو یې درې تنه په پایتخت صوفیا، درې په برګاس، کبلشکوو او کارنوباټ او لارۍ چلوونکی هم پولیسو نیولی دی چې د کنټینر تر درولو وروسته تښتېدلی وو.

د بلغاریا د روغتیا وزیر اسن میدزیدیف وایي، د پینځو ماشومانو په ګډون 34 تنه چې ژوندي موندل شوي د صوفیا ښار روغتون ته وړل شوي چې وایي په هغوی کې د لږ تر لږه 10 تنو حالات ښه نه دی:

"په ټرک کې بند کسان د اکسیجن د نشتوالي له کبله مړه شوي دي، بل دا چې دغه ناروغان یخی شوي او لانده وو، دوی څو ورځې هیڅ نه وو خوړلي، پر بدنونو یې زخمونه وو، زه نه شم دوی په لرګیو یا په بل څه ټپیان شوي وو ځکه زه وایم دا پېچلي زخمونه دي".

د بلغاریه د پلټنو د ادارې مرستیال مشر بوریسلاو سرافوف وایي، پلټونکو یې ورته ویلي چې د کنټینر لارۍ چلوونکو د شا له خوا په زوره نعرې او ټکندې اورېدلې خو ټرک یې هغه وخت درولی چې کسان مړه وو او بیا دوی تښتېدلي وو.

"کسان په یو بل کې سره ننیستل شوي او یو په بل داسې سره نښلول شوي وو لکه په ډبي کې. دوی سوکه سوکه او په دردوونکې توګه له نیم ساعته تر یوې ګنټې وخته کې مړه شوي، دا یوه ډېره غیرمعمولي انساني غمیزه ده".

بوریسلاو سرافوف وایي هغه کسان چې په دې پېښه کې مړه یا ټپیان دي عمرونه یې له 13 کلنۍ تر 35 کلنۍ پورې دي او دوی هر یوه قاچاکبرو ته 7,000 زره یورو ورکړې وې چې شاوخوا اووه نیم زره ډالر او تقریباً 20 لکه پاکستانۍ روپۍ جوړېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزات پر دې "غمجنه پېښه" خفګان ښکاره کړی او د مړو شویو کسانو کورنیو ته له تسلیت ویلو سره یې پر ټولو افغانانو ږغ کړی چې "خپل ژوند له ناقانونه او قاچاقي لارو په خطر کې وانه چوي".

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر لیکلي، حکومت یې له ټولو نړیوالو ادارو په ځانګړي توګه له کوربه هېواده غواړي چې "د انسانانو قاچاق کوونکي"، چې وایي تل د بې ګناه انسانانو ژوند اخلي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري".

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت وایي د دې پېښې په تړاو نیولو شویو اوو کسانو کې د قاچاقبرانو د ډلې مشر هم شامل دی چې وایي هغه مخکې هم د انسانانو د قاچاق یا سمګلنګ په تور پینځه میاشتې د بند سزا تېره کړې ده.

بلغاریا له ترکي سره پر خپله پوله غزن تار لګولی او سرحدي پولیس ورباندې پرله پسې څارنه کوي. د منځني ختیځ او افغانستان پناه غوښتونکي یورپ ته د رسېدو لپاره تر بلغاریا تېرېږي خو ډېر لږ کسان له دې لارو روغ تر منزله رسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG