په پاکستان کې د ترهګرۍ د سېوا شوؤ پېښو نه وروسته ددغه هیواد د پوځ سرلښکر جنرال سید عاصم منیر ویلي امنیتي ځواکونو خپل ټول پام د ترهګرۍ له منځه وړلو اؤ په استخباراتي معلوماتو اډاڼه عملیاتو ته ګرځولی دی.
وړمه شپه کراچۍ کې د پولیسو په دفتر له شوي ترهګریز برید وروسته دپوځ سرلښکر د کراچۍ سفر کړی اؤ دغلته ورته په پوځي مرکز کې دکراچۍ دترهګریزې پېښې په اړوند احوال تېر کړل شوی دی.
دپوځ دمطبوعاتي څانګې دبیان له مخې جنرال عاصم منیر په دغه مهال ویلي هیڅ یو قام یوازې دکارروایو د لارې په داسې چیلنجونو قابو نه شي موندلی بلکې دترهګرۍ دمنځه وړلو لپاره کوټلي باور،د ولس خوښې اؤ دټولو دخیلو یا اړونده اړخونو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ده.
اوړمه شپه دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې ترهګرو دپولیسو په دفتر ډله ییز برید کړی ؤ چې تر څو ساعتو یې دوام کړی ؤ اؤ دچارواکو په وینا په دغه برید کې درې عسکر،یو عام تن اؤ درې ترهګر وژل شوي وؤ.
پوځي سرلښکر ویلي پاکستانیان مدام دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب پرضد ودریدلي اؤ هغې ته یې ماتې ورکړې ده
دهغه وینا وه "مونږ به خپلو کې پر ګډه دخوشحاله مستقل لپاره پر دې ګواښ غلبه مومو"
ایي ایس پي ار وایي دپوځ سرلښکر دکراچۍ په دې سفر کې دترهګرۍ دبرید سره مخ شوي دپولیسو ددفتر څخه لیدنه کړې او هم یې په جناح روغتون کې دهغو عسکرو پوښتنه کړې ده چې په یاد برید کې ژوبل شوي دي.
کراچۍ کې دپولیسو په دفتر دشوي دې برید نه وړاندې په 30مه جنورۍ دپېښور په پولیس لاین کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې وړومبې پکې حکومت د 102 کسانو د مړینې اؤ د 200نه د زیاتو کسانو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ خو وروسته بیا پولیسو وویل چې دې برید کې 84 کسان وژل شوي چې زیاتره پولیس وؤ.
د امنیتي چارو دڅېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ له مخې تېره میاشت په ټول هېواد کې دترهګرۍ44 بریدونه شوي چې پکې 134 کسان وژل شوي اؤ په دې کې تر ټولو زیاته شمېره د پولیسو ده.