لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د برمل اوسیدونکو د انټرنیټ د نشتوالي پرضد احتجاج کړی


د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې کوز جنوبي وزيرستان برمل تحصیل اوسیدونکو په سیمه کې د انټرنیټ د نشوالي پرضد احتجاج کړی دی او وايي په سيمه کې د تيرې یوې نیمې میاشتې راهسې انټرنېټ بند کړی شوی دی.

احتجاج کوونکو ویلي چې انټرنیټ تړل کیدو له امله د سیمې د خلکو په رابطو، کاروبار او په ځانکړي ډول زده کوونکو ته تعلیمې زده کړو کې ستونزې رامنځته شوي دي.

ځایي انتظامیه هم د خلکو د مشکلاتو تایید کوي خو وایي احتجاج کوونکو سره خبرې شوي او د انټرنیټ روانولو باور ورکړل شوی.

د انټرنیټ بندیدو پرضد د بیرمل تحصیل په رغزی سیمه کې ځایي خلکو احتجاجي پرلت پیل کړی چې نن په دریمه ورځ دوام لري او احتجاج کوونکي په علاقه کې د انټرنیټ د بحالې غوښتنه کوي.

د احتحاج یو ګډون وال ارشد خان وویل یوه نیمه میاشت کیږي چې په علاقه کې انترنیټ تړل شوی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د انټرنیټ تړل کیدو له امله عادي ژوند په ټپه ودریدلی. کاروبار نیم په نیمه ټیټ شوی، د زده کوونکو د زده کړو عمل اغېزمن شوی او بهرنیو ملکونو کې دمیشتو مسافرو خپلو کورنیو سره رابطې پرې شوې دي.

هغه وویل دوی غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې د موبایل انترنیټ روانولو سره پوځي قلعو ته دغځیدلي زمکني ټیلیفون او انټرنیټ اسانتیاوې ځایي خلکو ته ورکړل شي .

هغه زیاته کړه که دا غوښتنه یې نه منل کیږي بیا به دوي احتجاج کې نوره پراختیا کوي.

انتظامیه وایي علاقه کې انترنیټ دامنیتي اندیښنو له امله تړل شوی او احتجاج کوونکو سره دانتظامیې چارواکو خبرې کړي او نیزدې ورځو کې د انټرنیټ روانولو باور ورکړل شوی دی.

په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند فعال نور زمان وویل دوی بیا بیا د حکومتي چارواکو سره لیدلي خو دوي ته په دې اړوند ځواب نه ویل کیږي چې له امله یې په احتجاجي پرلت مجبور شوي دي.

هغه وویل د علاقې خلک د انتهایي کړاوونو نه تېر شوي ،زیاتره خلک یې غریب دي او خپل خپلوان یې خپل کور کلي نه لرې په بهرنیو هیوادونو کې مسافرۍ کوي، خو ددې موبایل سروس د لاسه دوی سره ټیلیفوني رابطې نه کیږي.

هغه زیاته کړه په صوبه کې تر شاملېدو وروسته له دوی بنیادي بشري حقونه تروړل کیږي .

یو زده کوونکي رومان وزیر وویل چې دانترنیټ دتړل کیدو زیات بد اغیز د علاقې په زده کوونکو شوی په داسې حال چې نن سبا ټول کورسونه او نوې داخلې چې زياتره انلاين دي خو د انټرنیټ د نشت والي په وجه د دغو سیمو د زدکوونکو لاس رسی ورته نه شته.

دهغه په وینا انټرنېټ بند دی، زده کوونکي د سختو ستونزو سره مخ دي او د انترنیټ دبندیز له امله هلکان نزدې ضلعو ته لاړ شي خو جینکۍ بیا نه شي کولی چې د انترنیټ د بندیز په وجه نورو سیمو ته لاړې شي.

وي او ای ډیوه په دې اړه د انتظامیه مشر مرستیال کمیشنر ناصر خان سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو .

د مرستیال کمشنر د دفتر چارواکو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، په علاقه کې انټرنېټ د لوړ پوړو چارواکو په وینا بند کړل شوی او دوئ بيا هم د خلکو شکايت د لوړ پوړو چارواکو سره شريک کړي دي.

په سيمه کې امنيتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ويلي چې په علاقه کې د امنيتي اندیښنو له امله انټرنېټ بند کړی شوی او هڅې روانې دي چې د بدامنۍ مخنيوی وشي انټرنېټ به بيرته په ځای کړل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG