لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلاول بهټو زرداري خبرو ته د طالبانو غبرګون: په کنفرانسونو کې د شکایت په ځای، مخامخ مونږ سره خبرې وکړئ


واشنګټن - د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د پاکستان د خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري د وروستیو څرګندونو وروسته، په افغانستان کې واکمنو طالبانو د هغه خبرو ته غبرګون ښودلی او دعوه یې کړې ده چې د ښاغلي بهټو زرداري دا څرګندونې، " له حقیقته لرې دي".

د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې، پاکستان ته مشوره ورکړې ده چې "په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي."

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري د مونیخ امنیتي کنفرانس کې ویلي و چې نړېوال دې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې په طالبانو ټینګار وکړي چې خپلې وعدې پوره کړي.

بلاول بهټو زرداري چې د مونیخ امنیتي کنفرانس په یو پینل کې خبرې کولې، وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغان طالبانو د حکومت نه وغواړي چې د داعش، تحریک طالبان پاکستان او القاعدې د ترهګرو ډلو له احتمالي ګواښونو سره د مبارزې په برخو کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د کابل د سقوط ورسته، په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه سېوا شوي او نړېواله ټولنه بايد د افغان طالبانو حکومت قانع کړي چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله وکړي او خپله اراده وښيي.

مگر طالبانو پخپل غبرګون کې ویلي چې "د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی."

طالبانو دعوه کړې چې دوی په عمل کې ثابته کړې چې "هیچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي."

مگر د طالبانو په دې بیان کې د پاکستان د خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري د هغو خبرو هرکلی شوی چې د افغانستان د امن، د طالبانو د حکومت سره د نړېوالې ټولنې د "مرستې"، د کنګل شویو اثاثو د آزاده کولو، د بنکي سیسټمونو د بحاله کولو، او افغانانو سره د بشري مرستو د جاري ساتلو په حق کې یې کړې دي.

د ترهګرۍ خطر

په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري خبرداری ورکړ چې ترهګري نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو بلکې لویدیځ ته هم خطره ده.

پاکستان کې د تېرو څو میاشتو راهسې یو ځل بیا د ترهګرې پیښو کې زیاتوب راغلی چې په کې د اکثره بریدونو پړه کالعدم تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

د پاکستان حکومت دریځ لري چې تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې میشت دي، او له دغه ځایه د بریدونو منصوبه بندي کوي. مګر په افغانستان کې واکمن طالبانو په تکرار سره دعوه کړې چې د افغانستان خاوره د هېڅ ملک خلاف استعمالېدلی نشي او د طالبانو خارجه وزیر دا هم ویلي چې پاکستان ته په کار ده د خپلو ستونزو بنیاد پخپله خاوره کې پیدا کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په ورستیو کې ویلې وو، په هیواد کې د ترهګرو بریدونو نوې څپه د افغانستان څخه راغلې او د وسله والو طالبانو څخه یې غوښتي وو چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ژمنو له مخې دې، د ترهګرو ډلو مخنیوی وکړي.

البته د وې او اې ډیوه سره خبرو کې په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال وایي: "په افغانستان کې ثبات او امنیت د سیمې او نړۍ په ګټه دی. که چرې نړیوال او سیمه ییز هیوادونه غواړي چې ورته ګټه ورسي، نو په دې بیانونو باندې نه کیږي بلکه په خپلو پلالیسیو کې بدلون په راوستو کې کیږي. د ترهګرۍ مسولیت پر افغانستان اچول صحیح نه دي، که چرې دا اندېښنه یې پرځای هم وي نو باید ګاونډي هیوادونه مسولیت خپله واخلي ځکه چې افغانان کافي نورې اقتصادي، اجتماعي او د خدماتو ستونزې ورسره لري."

بل پلو ته د افغان طالبانو حکومت هم د اسلام اباد دغه تورونه ردوې.

د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورې په میاشت کې خپل یو بیان کې ویلې وو چې افغانستان د پاکستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتونکی دی.

په اسلام اباد کې یوې غیر دولتې موسسې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د یو رپوټ تر مخه کال ۲۰۲۲ کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو اورپکو ډلو لخوا په شویو 376 ترهګریزو بریدونو کې د نږدې 300 امنیتي ځواکونو په ګډون شاوخوا 1,000 پاکستانیان وژل شوي چې په کې زیاتره بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي.



په دې رپوټ کې یوه برخه معلومات د وي او اې ډیوه خبریالې رابعه پیر څخه اخېستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG