د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين يو وار بيا په پښتو د يو والي يا اتحاد غږ کړی او ويلي یې دي يو ځل بيا د پښتنو خاورې ته جنګ راوړل کیږي،"راځئ چې خپل وطن جوړ کړو پښتنو ته د اتحاد ضرورت دی". نوموړي ويلي "پي ټي اېم د قام تحریک دی د کرسۍ سياست نه کوي د قام جوړولو سیاست کوي".
د اتوار/یکشنبې په ورځ [19 فرورۍ] په کراچۍ کې د نقيب مسيد او ارمان لوڼي د تلين په مناسبت راجوړې غونډې ته په وینا کې منظور پشتين وويل، په کال 2018 کې نقيب ووژل شو بيا د پوځ مشر د نقيب کورنۍ ته د انصاف يقین ورکړو چې انصاف به ورته ورکړي او بيا د نقيب کورنۍ وويل چې په خپله به په عدالت کېس کوي د پي ټي اېم د دې سره څه تعلق نشته خو پي ټي اېم بيا هم خپل سياسي او ولسي فشار جاري ساتلی دی.
هغه وویل ارمان لوڼي چې د خاورې او وطن دپاره امن غوښتود عدالت او انصاف خبره یې کوله په لورالايي کې په جبر او تشدد وژل شوی، د احتجاجونو وروسته هغه مقدمه درج شوه خو تراوسه پورې په هغه قضيه کې يو تن نه دی نيول شوی. هغه تور ولګوو چې رياست ورسره ظلم کوي.
منظور پشتين زياته کړه پښتون وطن د هر ډول معدنياتو او وسايلو نه ډک دی خو پښتانه بهر په خوارو مزدورو پسې ګرځي ځکه چې د پښتانه په وسايلو نورو قبضه کړې ده.
د پي ټي اېم مشر وويل، په پېښور کې په پوليس لاين کې د 100 نه پښتانه ووژل شو هیڅ نتيجه یې را نه وړه هيڅ تحقيقات یې ونه شو. "د ټولو ګوندونو ملګرو ته ويل غواړم چې د يو بل پرضد به نه جنګيږو" او د نوم اخستو پرته یې وویل چې " د دښمن خلاف به جنګيږو".
هغه وویل نړۍ ته خواست کوي چې پښتانه نور ژوند ته پرېږدي، پښتون وطن ته بيا جنګ راوړل کيږي خو پي ټي اېم به یې مخه نيسي.
هغه په کراچۍ کې د افغانانو د نيولو او جېلونو کې د بندي کولو په اړه وویل، په مرکز او کراچۍ کې د بشري حقونو د دعوه کوونکو حکومت دی خو دلته ماشومان په جېلونو کې اچول شوي دا کوم انساني حقوق وو، او افغانان کې دلته [پاکستان] ته راغلي دي دا د پاکستان پاليسۍ افغانستان تباه کړی دی د هغې تباهۍ په نتيجه کې دوی [افغانان] دلته راغلي دي [د پيپلز پارټۍ] صوبايي حکومت دې د افغانانو سره بد سلوک بند کړي.
د پاکستان په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو په وينا د تير کال راهسې د 2000 پورې افغانان نيول شوي چې پکې ښځې او ماشومان شامل دي چې پکې تراوسه پورې هم د 600 پورې په جېلونو کې بندي دي.
خو د سيند صوبې حکومتي او پوليس چارواکي وايي دوی غېر قانونه خلک نيسي.
منظور پشتين د خپلې وينا په اخره کې وويل، د پاکستان حکومت دې د بلوڅانو ناانصافۍ بندې کړی شي.