لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران باندې د پابندیو په نتیجه کې، د کرنسي ارزښت یې په ریکارډ کچه رالوېدلی دی


IRAN RIAL
IRAN RIAL

واشنګټن - د ایران د کرنسۍ ارزښت په بېساري ډول تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد او د یو امریکایي ډالر بېعه د پنځه لکه (۵۰۰۰۰۰) ایراني ریال نه هم زیاته شوه.

د بن بست ډاټ کام په نوم یو وېب سایټ چې د ایران د زرمبادلې په مارکېټونو نظر ساتي او تازه معلومات یې په اړه راټولوي، خبر ورکړ چې د ګل/دوشنبې په ورځ یو امریکایي ډالر په پنځه لکه و دیارلس سوه ایراني ریال باندې بدلېده.

ایرانیان چې د قریب پنځوس فیصده (٪۵۰) ګرانۍ سره مخ دي، د خپلو اثاثو د ارزښت ساتلو دپاره لارې چارې لټوي او د دې دپاره یا امریکایي ډالر اخلي، یا نور خارجي کرنسۍ او یا هم سره زر، او په دې سره د ریال بیعه نوره هم په تېزۍ سره راغورځي.

په کال ۲۰۱۸ کې چې د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په ایران باندې بېرته بندیزونه ولګول، هغو بندیزونو د تېلو په برامداتو او د خارجي کرنسیو د لاس ته راوړلو په برخه کې د ایران صلاحیت کم کړ او په دې توګه یې د ایران اقتصاد سخت وځپلو.

د ایران او نړېوالو طاقتونو ترمنځ خبرې چې مقصد یې د بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې د ایران د اېټمي پروګرام محدوده کول دي، د تېر سپټمبر میاشت راهیسي په ټپه درېدلي دي. د دې مذاکراتو په درېدو سره، د ایران د آینده اقتصاد په اړه هم توقعات راولوېدل.

د بن بست ډاټ کام په حواله، په تېرو شپږو میاشتو کې د ایران د کرنسۍ (ریال) ارزښت، قریب شپېته فیصده (٪۶۰) راغورځېدلی دی.

د ایران مرکزي بنک ویلي چې خارجي کرنسیو ته د رسایي د آسانه کولو او د سرکاري لېن دېن د حجم زیاتولو دپاره د کرنسیو د تبادلې یو نوی مرکز پرانیزي.

د ایران د مرکزي بنک ګورنر محمد رضا فرزین د ګل/دوشنبې په ورځ سرکاري ټي وي سره مرکه کې وویل: "د مبادلې په دې مرکز کې چې کوم قیمت ټاکل کیږي، هغه به د مارکېټ بیعه وي. دا به د توقعاتو د فېکټورونو څخه - چې د ملک د مالیاتي حالاتو په اړه زمونږ جاج نه څرګندوي - آزاده وي."

د ایران د سرکاري خبري ادارې، اېرنا ترمخه رضا فرزین په تېر ډسمبر میاشت کې د ایران د مرکزي بنک ګورنر وټاکل شو او د خارجي کرنسیو د ارزښت کنټرولولو ذمه واري هم د همدې عهدې کار دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG