لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په اسرایل باندې د ملګرو ملتونو د تنقیدي بیان ملاتړ وکړ


په مقبوضه وېسټ بنک یا لویدیځه غاړه کې د یهودیانو نوې آبادۍ چې غیرقانوني ګڼل کیږي
په مقبوضه وېسټ بنک یا لویدیځه غاړه کې د یهودیانو نوې آبادۍ چې غیرقانوني ګڼل کیږي

واشنګټن - د اسرایل د تېرې هفتې د دې اعلان نه وروستو چې غواړي د یهودانو دپاره د نویو آبادیو لمن پراخه کړي او د مخکې نه موجودې د یهودیانو نهه آبادیو ته هم قانوني حیثیت ورکړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل د ګل/دوشنبې په ورځ "ژوره فکرمندي او مایوسي" څرګنده کړه.

په څه باندې شپږو کلونو کې، دا لومړی ځل دی چې د پنځلسو (۱۵) ملکونو مشتمل سېکوریټي کونسل د یهودي آبادیو په مسئلې باندې غبرګون ښکاره کړ، دا ځکه چې امریکا سره د وېټو طاقت شته او په روایتي توګه یې تل په ملګرو ملتونو کې د خپل ملګري هېواد اسرایل ننګه کړې ده.

د ملګرو ملتونو تنقیدي بیان په داسې حال کې جاري شوی چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تناو کې اضافه راغلې او د دې ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسي، لږ تر لږه اووه څلوېښت (۴۷) فلسطینیان او لس (۱۰) اسرایلیان وژلی شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېندا ټامس-ګرینفیلډ وویل: "مونږ په کلکه د اسرایل د اعلان مخالف یو چې وایي د زرګونو په شمېر کې نوې آبادۍ به جوړې کړي. او مونږ په کلکه د اسرایل د دې اعلان مخالفت کوو چې وایي په وېسټ بنک کې د نهو یهودي آبادیو د قانوني حیثیت پروسه پیلوي کوم چې د اسرایل د قانون لاندې مخکې دا آبادۍ غیرقانوني وې."

د امریکا سفیرې پخپلو خبرو کې زیاته کړه: "دا یو اړخیز ګامونه، په کشیدګیو کې اضافه راولي. دا د دوو اړخونو ترمنځ اعتماد خرابوي. دا د دوه-ریاسته حل لارې نظریې کمزورې کوي. امریکا د دې اقداماتو ملاتړ نه کوي، ختم."

تر دې وړاندې، د امریکا خارجه وزیر سفارتکاري کوښښونه وکړل، هم یې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او هم د فلسطیني انتظامیې د صدر محمود عباس سره ټلیفوني خبرې وکړې. بیا امریکا حاضر شو چې د اسرایل په اړه د یو تنقیدي بیان د جاري کېدو ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لېندا ټامس-ګرینفیلډ سېکوریټي کونسل ته د تقریر په حال کې
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لېندا ټامس-ګرینفیلډ سېکوریټي کونسل ته د تقریر په حال کې

فلسطینیانو اول غوښتل چې د ګل/دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یو قرارداد ووټ ته وړاندې شي، مګر امکان یې و چې د بایډن انتظامیه هغه ویټو یا رد کړي، ځکه امریکا غواړي د نړېوالو توجو د اوکراین جګړې ته وي.

فلسطیني سفارتکارانو د عربي متحده اماراتو سره په ملګرتیا، چې هغه د سېکوریټي کونسل ممبر دی، د قرارداد نه تېر شول او د اسرایل خلاف د یو تنقیدي بیان په جاري کېدو یې اکتفا وکړه. دا بیان که څه هم د قرارداد د کچې نه یې اهمیت ټیټ دی، مګر په کار وه چې د کونسل ټول غړي یې په یو شان تصدیق کړي.

د فلسطین استازي ریاض منصور خبریالانو ته وویل: "دا حقیقت چې مونږ یو متحد محاذ لرو، هر څوک یو اړخ علیحده کوي، دا پخپله سم جهت ته یو ګام دی."

بل پلو په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ګېلاډ اېرډن بیا وویل چې د امنیت شورا دا ناسته، "یو ځل بیا د اسرایل د مذمت کولو دپاره جوړه شوې وه."

د اسرایل سفیر زیاته کړه چې د نویو آبادیو د اجازت نامو په اړه د نړېوالو داسې غبرګون "زښته زیاته بې عزتي" ده.

آخر ځل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرایل خلاف کوم دستاویز جاري کړی و، هغه د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې ۲۳۳۴ لمبر قرارداد و. هغه وخت د سېکوریټي کونسل څوارلسو ممبرانو د قرارداد په حق کې رایه ورکړې وه، مګر امریکا ورته د هېڅ قسم رایې ورکولو نه ډډه کړې وه. هغه قرار داد د صدر اوباما د انتظامیې په وروستیو ورځو کې، په ملګرو ملتونو کې پاس شوی و.

د ګل/دوشنبې په ورځ چې کوم بیان خپور شو، هغه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو غړو د اسرایل او فلسطینیانو د دوو جلا جلا ریاستونو د جوړېدو نظریې ته خپل "غیرمتزلزل عزم" څرګند کړ، خو زیاته یې کړه چې د اسرایل له خوا د نویو آبادیو په اړه دا ګامونه به هغې نظریې ته نقصان ورسوي.

امنیت شورا همدا راز د بیت المقدس په مسجد الاقصی کې چې یو سپېڅلی ځای ګڼل کیږي، د تاریخي حیثیت په ساتلو ټینګار وکړ او دواړو اړخونو نه یې وغوښتل چې زغم دې وکړي او نور دې کشیدګیو ته لمن نه وهي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG