لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د مارچ له اولنۍ نېټې لومړۍ ډیجیټل کورشمېرنه او سرشمېرنه پېل کېږي


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې قامي ادارې ویلي د هېواد په تاریخ کې په لومړي ځل د ډیجیټېل یا کمپیوټر د لارې د کورشمېرنې او سرشمېرنې باقاعده پېل به د مارچ د اولنۍ نېټې نه وشي.

د قامي ادارې د معلوماتو ترمخه د اوومې کورشمېرنې او سرشمېرنې عمل به د مارچ تر اخېره پورې سرته ورسېږي او په دې عمل کې برخه اخستونکي ټیمونه به راټولې کړی شوې شمېرې د اپرېل اولنۍ نېټې نه قامي ادارې ته رپورټ کول پېل کړي.

د پاکستان د شماریاتو د ادارې مشر نعیم الظفر د ګل- دوشنې په ورځ په دې لړ کې د پايلېټ پراجیکټ یا تجرباتي عمل د پېل په وخت اسلام اباد کې یوې دستورې ته وویل چې د مردم شمارۍ په اړه واړه خواو سره مشورې سر ته رسېدلې دي او د هېواد د شمېرنې اووم پړاو به لانجمن کېدلو ته ورنه کړي.

د بلوچستان نه د کورشمېرنې او سرشمېرنې د ټیم یو غړي میر احمد د وي او ای ډیوه پروګرام «لویه پښتونخوا» کې وویل، دوی ته تربیت ورکړی شوی او په لومړي پړاو کې به د مارچ اولنۍ نېټې نه د مارچ تر دریمې نیېټې پورې د کور شمېرنې او په دویم پړاو کې به د څلورم مارچ نه تر 15م مارچ پورې بیا د سر شمېرنې عمل سر ته ورسوي.

میراحمد چې په سکول کې استاذ دی ډیوه ته وویل، دوی ته کمپیوټر یا ټېبلیټس ورکړی شوي دي چې پکې هغه فارمونه اچول شوې چې پکې به د هرې کورنۍ د مشر نه 22 پوښتنې کېږي.

هغه وویل د کورشمېرنې په فارم کې به د یو کور د قانوني حیثیت او په دې کې دننه د کمرو، غسل خانو، بجلۍ، اوبو او د ګیس د اسانتیاوو تر څنګ د نورو ضروري شیانو په اړه معلومات را ټولېږي.

دغه شان به د سرشمېرنې په فارم کې د یوې کورنۍ د مشر، د هغه د بچو، تعلیم، کار روزګار او نورو بنیادي ضرورتونو په اړه معلومات اخستل کېږي.

د مطبوعاتو او د سیاسي چارو کارپوه قریش خټک وي او ای ډیوه ته ویلي چې د مطلوبه شمېرو په بنیاد حکومت د یوې علاقې د پاره د مرکزي وسیلو تقسیم او د پرمختیا د منصوبو تعین کوي:

"دا معلومول غواړي چې یوه کورنی څومره او څه رنګه ضرورتونه لري چې د هغې لپاره حکومت مالي انتظام وکړي او ورسره د رتلونکو کلونو د پاره اهداف وټاکي".

د قامي ادارې د شمېرو ترمخه د کورونو او خاندنونو د شمېرو راغونډولو د پاره د هېواد په 628 تحصیلونو کې یو لک او 85 زره بلاکونه جوړ کړی شوي دي او د بلوچستان د سرشمېرنو د ټیم غړي میر احمد ډیوه ته وویل چې په یو بلاک کې له 200 نه واخله تر 250 پورې کورونه شامل وي.

د قامي ادارې تر مخه د شمېرو راغونډولو د پاره یو لک 26 زره تربیه شوي کسان ګومارل شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG