لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې طالبانو رسنۍ د خپلو چارواکو او عامو خلکو له ویډیو او عکسونو جوړولو منع کړې


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د خبریالانو تنظیمونه وايي، په هلمند کې د طالبانو چارواکو د ویډیو رپوټونو پر جوړلو بندیز لګولی او له خبریالانو یې غوښتي چې هلته د دوی د چارواکو عکسونه او ویډیو جوړ نه کړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ تنظیم یا «نی»، د خبریالانو مرکز او د خبریالانو د ملي اتحاد په ګډون د افغانستان د رسنیو ملاتړو ادارو په جلا جلا بیانونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له وزارته غوښتي چې په هلمند کې د خپلو چارواکو د پرېکړې وضاحت وکړي.

دغه تنظیمونه وایي په ولایت کې د طالبانو چارواکو خبريالانو ته امر کړی، چې له دې وروسته نه د دوی له چارواکو سره ويډيو مرکې کولاى شي، نه یې عکسونه اخيستلاى شي او نه د عامو خلکو ویډیو مرکې کولاى شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نهې- سه شنبې په ورځ په خپل بیان کې دا بندیز غیرقانوني او د رسنیو د لا کمزوري کولو سبب ګڼلی دی. تنظیم غوښتنه کړې:

"پر دې پرېکړه دې ژر تر ژره بیا کتنه وشي او د رسنیو او خبریالانو ټول قانوني حقونه دې پر ځای کړل شي".

د «نی» تنظیم مشر ظریف کریمي په هلمند کې د ویډیو او تصویرونو د برخې خبریالانو ته ویل شوي، چې د چارواکو عکسونه دې نه اخلي او د دوی په اړه دې ویډیویي رپوټونه نه جوړوي.

کریمي د نهې- سه شنبې په ورځ ازادي رېډیو ته ویلي په رسنیو باندې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو بندیزونه او فشارونه د اندېښنې وړ بللي دي، هغه وایي:

"موږ باوري کېږو چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې شدید خطرونه شته او که اقدام ونه شي، کېدای شي دا خطر نور هم زیات شي او ورو- ورو د ټولو رسنیو خواته وغزيږي."

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي په دې اړه معلومات نه لري. قانع وي او اې ته وویل چې وزارت یې په دې اړه پلټنه کوي:

"موږ څېړنه کوو چې معلومه شي ایا دا د ولایتي ادارې پریکړه ده که نه، البته دا زموږ د وزارت پریکړه نه ده".

هلمند هغه ځای دی چې پکې د نړۍ زیاته برخه اپیم یا تاریاک کرل کېږي، که څه هم طالبانو اعلان کړی وو چې د تاریاکو کرل به بندوي، خو پر ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو شک ښکاره کړی چې کېدای شي طالبانو په دې وجه له رسنۍ له ویډیو رپوټونو او عکسونو منع کړې وي چې د تاریاکو کروندې یې ښکاره نه شي.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي نه یواځې په سلګونو رسنۍ بندې شوې دي، بلکې اکثره یې له ډېرو فشارونو سره مخ دي او په سلګونو نارینه او ښځینه خبریالان یا هم له هېواده وتلو ته مجبور شوي یا بېکاره شوي دي.

طالبانو د 90 په لسیزه کې په افغانستان کې په خپله لومړۍ واکمني کې هم نه یواځې د ویډیو او عکسونو پر جوړولو بندیز لګولی وو، بلکې موسیقي یې هم په سختۍ سره منع کړې وه او د موسیقۍ اورېدونکو ته یې سزاوې ورکولې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG