کوټه / واشنګټن ــــ د بلوچستان په باﺭکان کې د يوې موﺭ او د هغې د وژل شوو ﺯامنو د قتل مقدمه د نامعلومو کسانو په ضد دﺭج شوې ده، خو د اغېزمنې کورنۍ پرلت نن پر دويمه ورځ هم روان دی او دوی صوبایي وزیر عبدالرحمان کېتراڼ د هغوی په وژنه تورنوي.
د باﺭکان په پوليس تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج شوې مقدمه کې ليکل شوي، د جنورۍ پر 20م تاريخ ورته معلومه شوې چې په د بارکان د حاجي کوټ په ويرانه سيمه کې په کوهي کې درې تنه مړي پراته دي، پوليسو را ايستلي وو چې يوه يوه ګولۍ پر سر ويشتل شوي او په بدن يې د تشدد نخښې وې.
په درج شوې مقدمه کې ليکل شوي چې د اغېزمنې کورنۍ څوک نه دي ورغلي ځکه پوليس په خپل مدعيت کې مقدمه درج کړې ده۔
بل لوري ته د پېښې پر ضد په مرکزي ښار کوټه کې د صوبې د ګورنر او وزير اعلا د کور مخ ته نن د چارشنبې- شورو په ورځ هم احتجاجي پرلت دوام لري او د وژل شوو درېواړو تنو مړي هم په احتجاج کې ايښول شوي دي. په وژل شوو کې يوه مور او دوه د هغې زامن دي.
د مري قبيلې مشران، د بېلابیلو سیاسي ګونودونو غړي او د مدنې ټولنې فعالان په پېښه کې د تورن صوبايي وزير د نيولو، د پېښې د عدالتي پلټنو او اغېزمنو ته د انصاف ورکولو غوښتنه کوي.
د آل پاکستان مري قبيلې جنرل سېکرېټري جهانګير خان مري وي او اې ډيوه ته په خبرو کې دعوه وکړه، چې د وژل شوې مور پينځه بچي لا هم د کېتراڼ په جېل کي دي، وایي هغه دې اول را خلاص کړل شي او بيا دې کېتراڼ ته سزا ورکړل شي:
"د حکومت له لوري څوک نه دي راغلي، حکومت کوښښ کوي هغه پینځه ګواهان [د وژل شوې ښځې بچي] هم ووژل شي او خپل وزیر وژغوري، ترڅو چې اغوا شوي ماشومان نه وي خلاص کړل شوي او ککړ کسان نیول شوي نه وي موږ نه ولاړېږو".
د يادې پېښې تور د کېتراڼ قبيلې پر سردار او د بلوچستان صوبايي وزير عبدالرحمان کېتراڼ باندې لګول شوی دی.
اغېزمنه کورنۍ وايي چې له تېرو څو کالو راهيسې سردار عبدالرحمان د اغېزمنې کورنۍ اته تنه په شخصي جېل کې بند کړي وو، چې ياد درې تنه يې وژلي او پينځه لا هم د هغه په جېل کې بند دي، وایي هغه دې په خوندي توګه خوشي کړل شي.
د بلوچستان پوليس په جاري کړي خبر کې ويلي چې د لا درکه پينځو تنو د موندنې او د پېښې د پلټنې لپاره يې د پوليسو يو ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده او ژر تر ژره به تفصيلي رپورټ جمع کوي.
په خبر کې دا هم زيات شوي چې د اغېزمنې کورنۍ د نورو ورکو پينځو تنو د موندنې لپاره يې د سردر کېتراڼ پر کور چاپه وهلې، خو وایي څه په لاس نه دي ورغلي، وايي پوره انصاف به کېږي چې هر څوک په ياده پېښه کې ککر وي قانوني سزا به ورکول کېږي.
عبدالرحمان کېتراڼ د سه شنبې- نهې په ورځ له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او وایي دا لومړی ځل نه دی بلکې مخکې هم په ده داسې تورونه پورې شوي دي. ښاغلی کېتراڼ وایي:
"زما د سياسي او قبايلي شخصيت د خرابولو په موخه دا پر څه کېږي، د دې پېښې پر وخت زه په لاهور کې وم او بيا په کوټه کې وم، زما له دې سره يو تړاو هم نه شته".
عبدالرحمان کېتراڼ وایي د ده له خپل يوه زوی سره کورنۍ جګړه روانه ده او تور پورې کوي چې هغه په دې پېښه کې د ده د لاس لرلو پروپېګنډه کوي او د ده په وینا "هغه ما بدنامول غواړي". کېتراڼ د خپل زوی نوم یاد نه کړ.
د پېښې خلاف پر ټولنيزو رسنيو هم سخت غبرګون ښوول شوی دی، د بلوچستان بار کاونسل د سه شنبې- نهې په ورځ د عدالتونو بايکاټ کړی وو او تاجر تنظيمونو په بېلا بېلو ښارونو کې هړتال کړی دی.
د بلوچستان حکومت هم د پېښې د پلټنو لپاره د تحقيقاتي کمېټۍ اعلان کړی دی، خو کورنۍ احتجاج کوونکي د عدالتي کميشن غوښتنه کوي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مير ضيا لانګو ویلي، د قانون عملي کوونکو ادارو ذمه واري ده چې د خلکو ځان او مال خوندي کړي. په سرکاري بيان کې د لانګو له خولې ليکل شوي چې د اغېزمنې کورنۍ د غیرقانوني بند، د پينځو تنو د موندنې او د هغوی د خلاصولو لپاره یې د جدي ګامونو اخيستلو امر کړی دی.