لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنډۍ: د نرښځي وژنه کې بل نرښځي ته د تېزندۍ سزا اورول شوې ده


دپنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې ځایي عدالت یو نرښځي ته دبل نرښځي د وژنې په جرم کې د تېزندۍ سزا اورولې ده.

دراولپنډۍ مرستیال ضلعي جج جهانګیر علي د شورو په ورځ پروسکال پینډۍ کې د وژل شوي خواجه سرا عامر مسیح عرف پولي د وژنې په مقدمه کې فیصله اورولې ده .

دپولیس وینا ده چې عامر میسیح عرف پولي نومی نرښځی تېرکال دجون په میاشت کې د راولپنډۍ په راول ټاون سیمه کې دده یو بل ملګري خواجه سرا یا نرښځي علام مرتضا عرف انمول په چاړه وهلی اؤ وژلی ؤ.

ددغه پېښې مقدمه د وژل شوي نرښځي د وراره په مدعیت کې د پینډۍ په ریس کورس تاڼه کې درج کړل شوې وه.

دپولیسو د وینا مطابق وروسته بیا پولیسو دانمول په نوم مشهور دغه خواجه سرا نیولی ؤ اؤ په پلټنو کې ورته معلومه شوې وه چې چې انمول د پولي نومي نرښځي سره په څه خبره وران شوی ؤ اؤ په هغه یې د چاړې ګزارونه کړي وؤ.

دراولپنډۍ دمرستیال ضلعي جج دعدالت له لوري اورول شوې فیصله کې ویل شوي چې په نرښځي غلام مرتضا د عامر مسیح وژنه ثابت شوې ده اؤ هغه ته یې په دغه جرم کې دتېزندۍ سزا اورولې ده.

د راولپنډۍ دپولیسو مشر سید خالد محمود همداني دې مقدمه کې په غوره پلټنو پولیسو ته شاباسی ورکړی دی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دي چې په سنګینو مقدمو کې مجرمانو ته دعدالتونو نه سزاګانې ورکول دقانون اؤ انصاف ګټه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG