لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو په عملیاتو کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده


پولیس وایي دخېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې دترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات شوي اؤ دترهګرو سره نښته کې لږ تر لږه شپږ ترهګر وژل شوي دي.

د زیارت - پنجشنې په ورځ دلکي مروت ضلعې د پولیسو د ویاند ښاغلي شاهد لخوا رسنیو ته په جاري کړل شوي بیان کې ویل شوي دا عملیات دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) سره په ګډه وروسته له هغې ترسره شوي چې پولیسو سیمه کې دترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه کړه.

ویاند وایي پولیسو ته اطلاع شوې وه چې دترهګرۍ بیلابیلو پېښو اؤ بمي چاودنو کې ککړ ترهګر په ډاډیواله سیمه کې دپولیسو په عباسه څوکۍ دبرید پلان جوړوي.

هغه وایي په دغه اطلاع چې کله دلکي مروت پولیس دسي ټي ډي پولیسو سره یو ځاي دعملیاتو لپاره سیمې ته ورسیدل نو ترهګرو پرې له بیلابیلو اړخونو ډزې شورو کړې .

دپولیسو د ویاند ددعوې له مخې په دغه مهال دپولیسو ځوابي ډزو کې شپږ ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ د ولکي نه درنې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

د وژل شوؤ ترهګرو څخه دڅلورو پیژندګلو د ضیاءالله عرف کوچي ولد داود، صفت الله عرف ډرون ولد حیات الله ،محب الله ولد شریف اؤ کلیم الله عرف فقیر ولد امیرنواز په نومونو شوې ده

پولیسو دعوه کړې ده چې عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په پولیسو ترسره شوؤ بریدونو اؤ یو شمیر بمي چاودنو کې ککړ وؤ او وایي دهغوئ نه پولیسو ته ګڼ شمیر وسلې هم په لاس ورغلې دي.

تېرکال هم دنومبر میاشت دلکي مروت دعباسه پولیس څوکۍ په موبایل ترهګرو برید کړی ؤ چې پکې شپږ پولیس عسکر وژل شوي وؤ.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په ځانګړي ډول دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګرو بریدونه چټک شوي اؤ دفرورۍ په 14مه هم د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک سي ټي ډي دعوه کړې چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي.

تر دغې پېښې وړاندې دخیبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پولیس دفرورۍ په لسمه دخیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره نښته کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ څینې تور ترهګر ترې دشپې تیاره کې تښتېدلي دي.

په30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین جومات کې یو خونړي ځانمرګي برید کې 84 پولیس وژل شوي اؤ 200 نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

تېرکال په 18م دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړی ؤ او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو چې پکې د25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG