لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین د جګړې کلیزه: ملګرو ملتونو د جګړې خلاف بل قرارداد منظور کړ،‌ چین بیا د سولې وړاندیز کړی


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پنجشنبې- زیارت په ورځ یو قرارداد منظور کړ چې پکې له روسه په اوکراین کې د دښمنۍ ختمولو او د خپلو ځواکونه د ایستلو غوښتنه شوې ده. ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې مخکې هم د دې جګړې خلاف قراردادونه منظور کړي دي.

دا قرارداد اوکراین د خپلو متحدینو په مشوره ترتیب کړی او وړاندې کړی وو، چې د چین په ګډون د ملګرو ملتونو په 193 غړو کې د 141 هېوادونو له ملاتړ وروسته منظور شو، 32 هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه او د روس او شام او شمالي کوریا په ګډون اوو هېوادونو یې مخالفت وکړ.

په جګړه کې تر اوسه بې طرفه پاته شوي چين یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د روس او اوکراين د جګړې له کنټروله د وتلو مخه دې ونیول شي او یو ځل بیا یې ویلي چې خبرې اترې او مذاکرات د شخړې د حل يواځینۍ ګټوره لاره ده.

په اوکراین باندې د روس د یرغل د کال پوره کېدو په مناسبت د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د 12 نکتو په یوه لیک کې د هراړخیزې ډزبندۍ او په تدریجي ډول د تشدد د کمولو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د وزارت دغه لیک تر ډېره حده د چین د هغه موقف تکرار دی له کله راهیسې چې روس د تېر کال د فرورۍ پر 24مه پر اوکراین یرغل پیل کړی چې ماسکو یې خپل "ځانګړي پوځي عملیات" بولي.

چین تر اوسه په دې جګړه کې نه یواځې د خپل متحد روس له غندلو ډډه کړې او د ماسکو له خوا په خپل ګاونډي هېواد کې جنګي مداخلې ته یې «یرغل» نه دي ویلي بلکې په روس باندې یې د لوېدیځو هېوادونو پر بندیزونو هم نیوکې کړې دي.

د رویټرز د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپل دې لیک کې ویلي، چې شخړه او جګړه د هیچا په ګټه نه ده. وزارت پر مخ زیاتوي:

"ټولې اړخونه باید له عقل او زغمه کار واخلي، د لمبو او تشدد له زیاتولو ډډه وکړي او د بحران د لا خرابېدو یا له کنټروله د وتلو مخه ونیسي."

د اوکراین او روس تر منځ د جګړې دویم کال پیل شو او روس په ملګرو ملتونو کې یواځې شو، بل لور ته د G7 هېوادونو مشران تیار شوي چې له اوکراین سره د نورو ډېرو مرستو لپاره تر خپل منځ همغږي وکړي.

په تېر یو کال کې د اوکراین په جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي، لویو ښارونو ته لوی زیانونه اوښتي او د دې هېواد په میلینونه کسان د خپلو کورونو او هېواد پرېښوولو ته مجبور شوي دي.

رویټرز وایي تمه کیږي د چین صدر شي جینپینګ به نن جمعې په ورځ د جګړې د کلیزې په مناسبت "د امن وینا" وکړي خو وایي هغه به د روس له غندلو بیا هم ډډه وکړي، مګر ټینګار به یې د سولې پر غوښتنه وي. د چین بهرنیو چارو وزارت وایي د دې وینا په اړه معلومات نه لري.

اوکراین تر اوسه پورې د ډزبندۍ غوښتنه پرله پسې له دې کبله رد کړې ده چې وایي روسي پوځیان یې له خاورې نه دي وتلي او که دوی د هغوی خلاف په خپله دفاعي جګړه کې هر ډول وقفه وکړي دا به روس ته موقع ورکړي چې خپل پوځیان بیرته منظم کړي.

په چین کې د یورپي اتحاد سفیر جورج ټولیډو خبریالانو ته په یوه غونډه کې ویلي، د امن په نوم د چین دغه لیک د سولې وړاندیز نه دی ځکه چې د چین له خوا د روس برید ته پر «یرغل» نه ویلو یې اندېښنه ښکاره کړې خو وایي یورپي اتحاد به یې بیا هم په ځیر نظر ولولي.

بل لور ته په چین کې په همدې غونډه کې د اوکراین سفارتکارې ژانا لیسچینسکا د چین دغه د امن د وړاندیز لیک "ښه نخښه" بللې او ویلي یې دي چې اوکراین تمه لري چین به د کیف په سیاسي ملاتړ کې لا فعال وي او له روسه به هم وغواړي چې جګړه ودروي او خپل ځواکونه وباسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG