د پاکستان د دفاع وزير په اسلام اباد کې د امریکې د سفير سره ليدلي، د سيمې او پاکستان د ثبات او افغانستان ترڅنګ یې د ترهګرۍ د مخنيوي په موضوعاتو خبرې کړي دي.
د پاکستان دولتي خبري ادارې [اې پي پي] ويلي، د دفاع وزير خواجه اصف د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکايي سفير ډونلډ بلوم سره ليدلي دي.
خبري ادارې ويلي، په ليدنه کې په دوه اړخيزه اړيکو کې د دفاع، توانايۍ او انفراسټرکچر پرمختيا په برخو کې په دوه اړخيزه مرستو بحث شوی دی.
د امریکا سفارتخانې د دغه ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.
خو اې پي پي ویلي، د دفاع وزير خواجه اصف په ليدنه کې د سيمې او په ځانګړي ډول د پاکستان د ثبات او خوشاله افغانستان په اهمیت ټينګار کړی دی، او هغه د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د روايتي دفاع د دايرو پورې دفاعي اړيکو ته د نورې ودې ورکولو په خبره هم زور راوړی دی.
ويل شوي دواړو خواو دريځ خپل کړی چې قومي او سيمه ييزه امنیت يوه مهمه او شریکه موضوع ده.
په 23 جنورۍ د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس په خبري غونډه کې ويلي وو، د امريکا او پاکستان دواړو ګټه په دې کې ده که طالبان "په افغانستان کې خپلې ژمنې پوره کړي نو هاغه ترهګرې ډلې لکه داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان او القاعده به په سيمه کې د ثبات دپاره نور خطر نه جوړيږي".
او نوموړي زياته کړې د ترهګرۍ ضد پاليسۍ په اړوند پوښتنه دې د پاکستاني چارواکو نه وشي چې کومه تګلاره لري ځکه چې د دې تړاو د افغانستان سره دی.
په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.
د ياد سفر په اړه پاکستان ويلي وو پلاوي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره یې ليدلي او ورسره یې په سیمه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، "په خبرو کې دواړو لورو موافقه کړې چې د ترهګرو ډلو له خوا د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې به په اغېزمنه توګه د مبارزې لپاره همکاري وکړي. دغه رنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم هوکړه وشوه".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري په وروستیو کې ویلي وو د کابل د سقوط وروسته، په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه سېوا شوي او نړېواله ټولنه بايد د افغان طالبانو حکومت قانع کړي چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله وکړي او خپله اراده وښيي.
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د بلاول د بيان په غبرګون کې ویلي وو چې "د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی".
پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي. په 30 جنورۍ په پېښور کې په پوليس کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی او بيا په 19 فرورۍ د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د پوليسو په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی وو،د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د پېښور د بريد زمه واري د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې منلې وه. او د کراچۍ د بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.
پېښور کې د برید وروسته د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اپیکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د پاکستانيانو وينه تويوونکي ترهګر به د عبرت نخښه وګرځول شي.
او پرون د جمعې په ورځ 24 فرورۍ د وزيراعظم په مشرۍ د مرکزي اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او ويل شوي په غونډه کې پرېکړه شوې چې "پاکستان د کورنۍ بې ثباتۍ متحمل نه شي کېدی قومي يو والی، اتحاد او ګډه مبارزه د وخت ضرورت دی په دغه لړ کې قومي اتفاق راې جوړه کړی شي او په منځ کې جوړ خنډان دې لرې کړی شي".
د وزيراعظم هاوس د خبر ترمخه په غونډه کې "اتفاق شوی چې د ترهګرۍ خاتمه، معاشي بحالي او سياسي ثبات د يو بل سره تړلي دي".