لاس رسیدونکی لینک

 
ترکي او شام زلزله: مړي تر 50 زره زیات شول. ترکي 184 کسان د ودانیو نړېدو د ذمه وارۍ په تور نیولي
تازه خبر

ترکي او شام زلزله: مړي تر 50 زره زیات شول. ترکي 184 کسان د ودانیو نړېدو د ذمه وارۍ په تور نیولي


واشنګټن ــــ په ترکي ‌او شام کې د فرورۍ پر شپږمه د راغلې زورورې زلزلې له کبله تر ودانیو لاندې په ورکو خلکو پسې لا هم پلټنه روانه ده او شل ورځې وروسته په ترکي‌ او شام کې د مړو شمېر تر 50 زره اوښتی دی.

د رایټرز د خبر له مخې په ترکي کې د زلزلې له کبله تر یو لک 60 زره ډېرې ودانۍ نړېدلې یا هم سختې زیانمنې شوې دي چې وایي پینځه لکه 20 زره اپارټمنټه یې لرل او دا د دې هیواد د اوسني تاریخ تر ټولو بده پېښه ګڼل کېږي.

د ترکي یو وزیر وایي، د دې میاشتې په زلزله کې د ودانیو د نړېدو د ذمه وارۍ په تور 184 مشکوک کسان نیول شوي او وایي د پلټنو دایره یې پراخه کړې ده ځکه چې د ودانیو غیرقانوني‌ جوړښت د خلکو غصه راپارولې ده.

د انصاف وزیر بکیر بوزداغ د شنبې- خالي په ورځ په جنوب ختیځ ښار «دیارباقر» کې خبري غونډې ته وویل چې د نړېدلو ودانیو په تړاو تر 600 له زیاتو کسانو یې پلټنې کړې دي. «دیارباقر» ښار هم د ترکي له لسو زلزله ځپلو صوبو څخه دی.

د انصاف وزیر وایي کوم کسان چې په رسمي توګه نيول شوي او په ریمانډ ساتل شوي په هغوی کې 79 د ودانیو جوړولو ټېکداران، 74 هغه کسان چې د ودانيو جوړولو قانوني ذمه وار دي، 13 د جایدادونو مالکان او 18 هغه کسان دي‌ چې په ودانيو کې يې بدلون راوستی وو.

حکومت دا خلک د ترکي د خلکو تر هغو اعتراضونو وروسته نیولي چې د ودانیو جوړېدو پر کرپټ او له درغلۍ ډکو طریقو او پر ناوړه ښاري پرمختګونو یې اندېښنه ښکاره کړې وه.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان خپل ولس ته د زلزلې د لوی زیان له کبله د حساب ورکولو ژمنه کړې ده ځکه چې هغه د جون په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې دوې لسیزې واکمنۍ له تر ټولو ستر سیاسي چېلنج سره مخامخ دی.

د ترکي‌ د نشریاتي ادارې ټي آر ټي هېبر او نورو رسنیو د رپوټ له مخې د غازیانټیپ صوبې د نوردګي ضلعې مېر یا ښاروال- چې د اردوان له واکمن «اې کې» ګوند سره تړاو لري- د نړېدلو ودانیو په اړه د پلټنو په وخت په نیول شویو کسانو کې شامل دی.

د زورورې زلزلې تر راتلو درې اوونۍ وروسته هم لا په ترکي کې د مړو کره شمېر معلوم نه دی او د ژغورنې د ادارو چارواکو هم نه دي ویلي چې څومره مړي به لا هم تر خاورو او ملبې لاندې بند پاته وي.

د اوروژونې د ادارې یو کارکوونکی چې د زلزلې له کبله په سخت ځپل شوي ښار انتاکیا کې د ملبې په پاکولو کې مرسته کوي وایي چې اوس هم هره ورځ د انسانانو د بدن ټوټې موندل کیږي.

دغه اوروژونکي د نوم له ښکاره کولو پرته رویټرز ته ویلي، "دا ډېره سخته ده، که يو کس [کارکوونکی] تر مبلې لاندې د یو انسان لاس را پورته کړي نو تاسو هغه ته دا نه شئ ویلای چې کار ته دوام ورکړه."

د ترکي د قدرتي آفتونو د مخنیوي‌ د انتظام ادارې ویلي، د دغه لوی ناورین له کبله تقریباً دوه میلینه یعنې شل لکه کسان بې کوره شوي دي چې وایي په سیمه او د هېواد په نورو برخو کې په خېمو، کنټینر کورونو او نورو ځایونو کې ساتل کېږي.

وایي په زلزله ځپلو سیمو کې تر درې لکه 35 زره زیاتې خېمې لګول شوې دي او په 130 ځایونو کې د کنټینر کورونو د جوړولو کار روان دی، له دې سره سره تقریباً پینځه لکه 30 زره کسان له اغېزمنو سیمو ایستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG