لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د پولیسو په ګاډي بمي برید کې دوه عسکر وژل شوي او یو ټپي شوی دی


دپاکستان دبلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې دپولیسو په یو ګاډي د ریموټ کنټرول بم حمله شوې ده چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي دا برید د خالي- شنبې په ورځ دخضدار د جالوان کمپلیکس ترڅنګ هغه مهال شوی چې پولیسو په ګاډي کې ګزمه کوله.

رسنیو دځایي پولیسو له خولې ویلي چې دې بمي حمله کې دوه پولیس وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی اؤ وایي ژوبل پولیس عسکر دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوی دی.

له برید وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ هلته یې دلټونې عملیات پیل کړي دي.

ددې برید پړه تر دې مهاله چا پغاړه نه ده اخستې خو په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دکیدونکو زیاترو بریدونو پړه بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې اؤ تحریک طالبان پغاړه اخلي.

دبلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو ددې برید غندنه کړې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې ترهګر په داسې بزدلانه ګامونو د امنیتي ځواکونو حوصلې نه شي ماتولی .

هغه هوډ ښکاره کړی دی چې د ولس په مرسته به بلوچستان کې ترهګرۍ ته ماتې ورکولی شي.

پاکستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې:

په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو او ځانمرګي چاودنو لړۍ چټک شوې ده او په دې لړ کې تر ټولو ستر خونړی ځانمرګی برید په 30مه جنورۍ د پېښور‌ پولیس لاین په جومات کې شوی و چې وړومبی په کې حکومت د 102 کسانو د وژل کیدو پخلی کړی و خو وروسته پولیسو وویل چې دې برید کې 84اتیا کسان وژل شوي چې زیاتره په کې پولیس دي.

د پېښور په دغه برید کې تر 200 زیات کسان ژوبل شوي هم وؤ.

د امنیتي چارو د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز د وروستي رپورټ ترمخه تېره دجنورۍ میاشت کې په ټول هېواد کې 44 ترهګریز بریدونه شوي وؤ چې پکې 134 کسان وژل شوي وؤ اؤ په دې کې تر ټولو زیاته شمیره د پولیسو ده.

د ترهګرو پرضد څه ګامونه اخستل شوي؟

د پاکستان د دولتي خبري ادارې ای پي پي اوړمه ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د تېرو دریوؤ میاشتو په مهال په ګرد هیواد کې دترهګرو پرضد 6921 عملیات کړي چې پکې 142 ترهګر وژل شوي اؤ 1700 نیول شوي دي.

د رپورټ له مخې امنیتي د دریوؤ میاشتو په مهال خېبر پښتونخوا صوبه کې 1960 عملیات کړي چې پکې 98 ترهګر وژل شوي او 540 نور ژوندي نیول شوي دي.

همدا شان بلوچستان ایالت کې 3414 ترسره شوؤ عملیاتو کې د40 ترهګرو د وژل کیدو او 112 دنیول کیدو دعوه شوې ده.

رپورټ زیاتوي په سیند صوبه کې 752 عملیات شوي چې پکې درې ترهګر وژل شوي او 344 نور نیول شوي دي.

په پنجاب صوبه کې دترسره شوؤ عملیاتو شمېره 165 ښودل شوې چې اؤ رپورټ‌ وایي په دریوؤ میاشتو کې دغه صوبه کې یو ترهګر وژل شوی او 11نیول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG