لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي اتحاد د روس پر 120 شخصیتونو او کمپنیو تازه بندیزونه اعلان کړل


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ له مشر جوزپ بوریل سره.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ له مشر جوزپ بوریل سره.

واشنګټن ـــــ یورپي‌ اتحاد پر اوکراین د روس د بریدونو له کبله د ماسکو پر 120 کسانو او کمپنیو د نویو بندیزونو پر لګولو اتفاق کړی چې پکې د روس د نوې ټیکنالوجۍ پر برآمد کولو یا صادرولو هم بندیزونه شامل دي.

یورپي یونین په یو بیان کې ویلي چې دا نوي‌ بندیزونه "پر پوځي او سیاسي فیصله کوونکو، د روسي پوځي صنعت پر ملاتړو او کارکوونکو کمپنیو او د وېګنر ګروپ پر کمانډرانو لګول شوي دي".

د شنبې- خالي په ورځ د یورپي اتحاد له خوا لګېدلي دغه بندیزونه له درو روسي بېنکونو سره راکړه ورکړه منع کوي او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د ډرون الوتکو په برآمد کولو بندیز لګوي چې د اوکراین پر ملکي ودانیو په بریدونو کې کارول شوي وو.

د رپوټونو له مخې دغه نوي اقدامات د بندیزونو د ټاکلي جوړښت پر سر تر زیاتو داخلي اختلافاتو وروسته منظور کړل شوي او پر اوکراین د روس د یرغل د لومړۍ کلیزې په دویمه ورځ عام کړل شوي دي.

دا بندیزونه د جمعې په ورځ د امریکې او برتانیې د اعلان شویو بندیزونو دوام دی کوم چې د جي-7 تنظیم هیوادونو هم په یو بیان کې خبرداری ورکړی وو که هر هیواد له روس سره د اوکراین په جګړه کې مرسته وکړي سزا به وویني.

د یورپي کمیشن مشره اورسلا وون ډېرلاین وایي د یورپي اتحاد د بندیزونو دا پړاو تر ټولو پراخ اقدامات دي چې وایي نه یواځې د روس وسلې محدودوي بلکې اقتصاد یې هم زیانمنوي. وو ډېرلاین وایي:

"موږ پر هغو کسانو هم فشار زیاتوو چې زموږ له بندیزونو د تېښتې هڅه کوي."

یورپي اتحاد پخپل یو بیان کې ویلي د دوی وروستي بندیزونه د روس د درو نورو بېنکونو، تجارتونو او سرکاري ادارو په ګډون 96 نورې ادارې هم په نخښه کوي.

په دغو بندیزونو کې د ایران هغه اووه کمپنۍ هم په نخښه شوې دي، چې چاودېدونکي ډرون الوتکې جوړوي او روس د اوکراین په جګړه کې د استوګنې د ودانیو او ادارو په خلاف ترې کار اخیستی دی.

په دغو بندیزونو کې روس ته د الیکټرانک، خصوصاً د واورو موټر، د مشینونو د پرزو، پمپونو، د جیټ د انجنو، کرېنونو، الیکټرانیک سرکټونو، دوربینونو او حرارتي کېمرو برآمدات یا صادرات هم منع شوي دي.

د یورپي اتحاد چارواکو ویلي ددغو الیکټرانک توکو تجارت څه باندې 12 اربه ډالرو ته رسیږي. وایي د ثبوتونو له مخې ماسکو د اوکراین په جګړه کې دغه وسایل کارولي دي.

دغو بندیزونو د روس په تبلیغاتي رسنیو باندې هم فشارونه زیات کړي‌ دي او د «سپوټنیک نیوز» د عربي ژبې د خپرونو لایسنس هم ځنډول کیږي، چې د روس تر کنټرول لاندې دی او په یورپ کې یې فعالیت بند شوی دی.

رپوټونه وایي‌ دغه نوي بندیزونه د یورپي اتحاد غړي هیوادونه دې ته مجبوره کوي چې تر بندیز لاندې هغو شتمنو روسانو د شتمنیو په اړه کره رپوټونه جوړ کړي چې د کریملن ملاتړ ورسره دی.

د یورپي اتحاد د بهرنيو چارو او امنیتي پالیسۍ مشر جوزپ بوریل وایي، د دوی د بندیزونو په نوملړ کې شامل د دغو کسانو مکمل فهرست به د شنبې- خالي په ورځ ناوخته د یورپي اتحاد په رسمي رساله کې خپاره شي.

وایي کوم کسان چې په دې فهرست کې شامل دي، شتمنۍ به یې په یورپي اتحاد کې بندې شي او له دې وروسته به د یورپ ویزه نه ورکول کیږي.

جوزپ بوریل وایي په روس باندې به فشارونو ته دوام ورکړي او دا کار به تر هغه وخت وکړي چې تر څو اوکراین د روس له "وحشیانه بریده" نه وي خلاص شوی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې- خالي په ورځ په یوه ویډیويي وینا کې خبرداری ورکړ چې د روس مخه باید ونیول شي چې وایي د خپلې پراختیا غوښتنې د پالیسۍ له مخې غواړي "اوکراین، زموږ ګاونډیان او ټول یورپ په ثابتو ټوټو بدل کړي."

صدر زلنسکي وروسته له هغې په روس باندې د لا زیاتو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه چې برتانیې، امریکې او یورپي اتحاد ټولو د ماسکو د فنډنګ او ملاتړ د بندولو په مقصد نوي اقدامات اعلان کړل.

بل لور ته امریکې له اوکراین سره د دوه اربه ډالرو نورې مرستې اعلان کړی دی. په اوکراین د روسي یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د روس خلاف د اوکراین د دفاع لپاره به د دوه ارب ډالرو نوره پوځي مرسته ور ولېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG