دایران یو پوځي جنرال خبرداری ورکړی دی چې د دوي ملک اوس هم د کمانډر قاسم سلیماني د وژنې دغچ یا بدل اخستو لپاره د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ اؤ پخوانی د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو وژل غواړي.
دنړیوالې خبري شبکې ای ایف پي له مخې ایران په کراتو هوډ څرګند کړی چې دوي به جنورۍ کال 2020م کې د بغداد په هوایي ډګر دامریکایي ډرون برید کې دپاسداران انقلاب دکمانډر قاسم سلیماني د وژنې بدل اخلي.
دایران د ایرو اسپیس(هوا بازۍ) دڅانګې کمانډر جنرال امیرعلي حاجي زاده په ټیلي ویژن ویلي دوي هیله من دي چې ټرمپ، پمپېیو،پخوانی امریکایي جنرال کینتهـ میک کینزي اؤ دهغه پوځي کمانډران په نخښه کولی شي چا چې د سلماني د وژلو امر کړی ؤ.
ټرمپ ددې حملې امر عراق کې په امریکایي تنصیباتو د شوؤ ګڼو بریدونو په غبرګون کې ورکړی ؤ .
امریکایي چارواکو هغه وخت ددغو بریدونو تور په ایران لګولی ؤ چې له هغې څو ورځې وروسته ایران ځوابي عملیاتو کې په عراق کې دامریکا په پوځي اډه یو شمیر میزایل داغلي وؤ خو په دغه حمله کې د وژنو رپورټ مخې ته نه ؤ راغلی.
له دغه برید وروسته امریکې ویلي وؤ چې دحملې له امله یې دګڼ شمیر مامورینو په ذهنونو منفي تاثیرات شوي دي.
امریکې اؤ ایتلافانو یې په کراتو،کراتو دایران دبیلسټک میزایلو دپروګرام ترڅنګ منځني ختیز کې دایران په کردار هم خپلې اندېښنې ښکاره کړې دي.
په ډان ورځپاڼه کې دای ایف پي دخپور شوي رپورټ له مخې په ټيلي ویژن خپل بیان کې امیر علي حاجي زاده ویلي چې ایران اوس د دوه زره کلو میټره په فاصله دامریکایي الوتکو د ویشتلو توان لري.
ایراني جنرال ویلي هغوئ د دوؤ زرو کلو میټرو دا حد د اروپایانو په احترام کې ټاکلی دی اؤ هیله لري چې اروپایان به هم خپل ځان ددې درناوي جوګه ثابت کړي.
د خالي- شنبې په ورځ دایران سرکاري ټي وي د ګارډز له لوري د1650 کلو میټره فاصلې پورې د نخښه ویشتونکي پاوی کروز میزایل دمخکتنې ویډیو خپره کړې وه.