لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې په پوليسو بمي چاودنه او بريد کې شپږ پوليس ژوبل شوي


د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې تيره ورځ ناوخته او بيا د شپې په پوليسو بمي چاودنه او چيک پوسته وسله وال برید شوی، چې پکې لږ تر لږه شپږ پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.

د لکي مروت ضلعې پوليسو ويلي، ماښام په 15 دقیقې/ منټه دپاسه شپږ بجې د لکي تاڼه پولیسو موبايل ګاډی چې په ګزمه/ ګشت وو، د پخواني رېلوی سټېشن سره پرې ماين چاودنه شوې ده.

پوليسو ویلي، په چاودنه کې اېس اېچ او تاڼه لکي غلام رزاق خان او هغه سره درې سپاهيان ژوبل شوي دي.

بل بريد د شپې ناوخته د ډېره اسماعیل خان د کولاچي پوليس سټېشن په روهړي چيک پوسته شوی دی.

د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه په وسله وال ترهګر بريد کې دوه پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.

خبري ادارې د پوليس وياند له قوله ویلي، وسله والو په وړو او غټو وسلو برید کړی او پوليسو ورته په کلکه ځواب ویلی او ترهګر د شپې په تیاره کې په تېښته کې بريالي شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې او د څلورو پوليسو د مرګ ژوبلې دعوه یې کړې ده.

پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په بارکهان ضلع کې د ګڼې ګوڼې په يو بازار کې بمي چاودنه شوې چې پکې تر لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او 16 نور ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې په خضدار کې په پوليسو يوه چاودنه شوې دوه پوليس اهلکار پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو. د پېښې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بي اېل اې منلې وه.

پاکستان کې په وروستيو کې په پوليسو او امنيتي ځواکونو وسله وال بریدونه او چاودنو پېښې نورې سېوا شوي دي.

په 30م جنورۍ په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی چې پکې د 100 نه زيات کسان وژل شوي او زياتره یې پوليس وو.

په 19 فرورۍ په کراچۍ کې د پوليسو په مرکزي دفتر وسله وال برید شوی او لږ تر لږه پينځه تنه پکې وژل شوي چې څلور یې د رېنجرز ځواک او پوليس اهلکار وو.

په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر د برید زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په 24 جنورۍ د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د مرکزي اېپکس کمېټۍ غونډه شوې چې پکې په ملک کې په وروستيو کې د ترهګرۍ د پېښو وروسته د حالاتو جاج اخستل شوی وو.

د وزيراعظم هاوس د خبر ترمخه په غونډه کې "اتفاق شوی چې د ترهګرۍ خاتمه، معاشي بحالي او سياسي ثبات د يو بل سره تړلي دي".

او زياته کړی شوې وه چې "پاکستان د کورني بې ثباتۍ متحمل نه شي کېدی قومي يو والی، اتحاد او ګډه مبارزه د وخت ضرورت دی په دغه لړ کې قومي اتفاق راې جوړه کړی شي او په منځ کې جوړ خنډان دې لرې کړی شي".

له دې وړاندې هم د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه ویلي په ملک کې به د ترهګرۍ نوغی ويستل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG