لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو ترمنځ له نښتې وروسته، د اسلام اباد قاید اعظم پوهنتون وتړل شو


دګل په ورځ یاد پوهنتون کې دپښتنو اؤ بلوڅ طالبعلمانو ترمنځ شوې نښته کې ګڼ شمیر زده کوونکي ژوبل شوي اؤ روغتونونو ته رسول شوي دي.
دګل په ورځ یاد پوهنتون کې دپښتنو اؤ بلوڅ طالبعلمانو ترمنځ شوې نښته کې ګڼ شمیر زده کوونکي ژوبل شوي اؤ روغتونونو ته رسول شوي دي.

د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې د پښتنو او بلوڅ محصلینو ترمنځ له سختې نښتې وروسته، دغه پوهنتون تر نامعلومې مودې تړل شوی او د پوهنتون محصلینو ته د هاسټلونو خالي کولو وینا شوې ده.

د ګل/دوشنبې په ورځ یاد پوهنتون کې د پښتنو او بلوڅ طالبعلمانو ترمنځ شوې نښته کې ګڼ شمیر زده کوونکي ژوبل شوي او روغتونونو ته رسول شوي دي.

په سوشل میډیا د دې نښتې په هکله مخې ته د راغلو دعوؤ له مخې د نښتې په مهال د قایداعظم پوهنتون زده کوونکو یو بل، په ډانګو او سیخانو وهلي او د دې ترڅنګ یې په یو بل کاڼي هم ورولي دي.

د نښتې بنیادي علتونه لا نه دي روښانه شوي خو د قایداعظم پوهنتون سرچیني وایي چې دې نښتې څو ساعته دوام کړی دی او د دواړو خواو نه پکې تر 16و پورې زده کوونکي ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي دې نښته کې د پوهنتون د ایمبولینس شیشې هم ماتې کړل شوي او د پوهنتون د ودانۍ ځېنو برخو ته هم زیان رسول شوی دی.

تر جګړې وروسته د قاید اعظم پوهنتون د نامعلومې مودې پورې تړل شوی دی.

د پوهنتون د رجسټرار راجه قیصر لخوا د جاري کړل شوې اعلامیې له مخې پوهنتون د تاوجن وضعیت له امله تړل شوی دی او په هاسټلو کې میشت زده کوونکو ته وینا شوې ده چې هغوی باید په سمدستي توګه هاسټلونه خالي کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوڅو او پښتنو زده کوونکو‌ ترمنځ په شوې دې نښته خفګان ښکاره کړی دی او په دواړو لوریو یې غږ کړی چې باید خپلو کې سوله او رورولي وکړي.

ښاغلي پښتین په ټویټر لیکلي "د دواړو محکومو او مظلومو قومونو بلوڅو او پښتنو زلمو ترمنځ قاید اعظم پوهنتون کې په شوې نښته سخت ځوریدلی یم او مونږ به هڅه وکړو او خواست کوو چې دواړه وروڼه تنظیمونه دې خپلو کې سوله او رورولي وکړي".

هغه لیکلي که په دې نښته کې هر لوري ته زیان رسیږي نو هغه زمونږ دټولو زیان دی.

د بلوچستان هایکورټ بار پخوانی پخواني صدر او وتلي قانون پوهه ساجدترین ایډوکیټ هم په دې پېښه خواشیني ښودلي ده او ویلي یې دي چې بلوڅ او پښتانه د یو بل وروڼه دي ، دوی دواړه باید په یو بل پسې راپورته نه شي.

ښاغلي ساجد ترین ایډوکیټ دټویټر له لارې په دواړو خواؤ غږ کړی دی له تاؤ تریخوالي تېر شي اؤ دیو بل سره باید د ورورۍ چاره وکړي.

زده کوونکي او دټولنیزو رسنیو فعال طفیل داوړ په ټویټر لیکلي بلوڅ او پښتانه باید یو بل پسې دکاڼو راپورته کولو په ځای د خپلو بې درکو کسانو،په چیک پوسټونو د ذلالت،هره ورځ دمړو پورته کولو ،ترټولو دکمې تعلیمي شرحې اؤ پخپلو قدرتي وسیلو د قابضو خلکو پرضد خپل طاقت و ازمایي.

هغه وایي قایداعظم پوهنتون کې د رامنځته شوې نښتې نقصان هم دې دواړو قامونو ته شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG