د افغانستان طالبانو د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي چې د دوی امنیتي ځواکونو په پلازمینه کابل کې د داعش خراسان د پټنځایونو په وړاندې د تیرې شپې په برید کې د اسلامي دولت یا داعش دوه مهم کمانډران وژلي دي.
د طالبانو لخوا دا اعلان څو ساعته مخکې له هغې شوی چې امریکا په پخپل یو نوي راپور کې وویل چې د داعش شاوخوا درې زره جنګیالي په جنوبي اسیا کې فعالیت راټول دي اؤ ترهګریز فعالیتونه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ ناوخته په عملیاتو کې په وژل شویو کسانو کې په افغانستان کې د داعش د استخباراتو او عملیاتو مشر هم شامل دی.
نوموړي د وژل شوي ترهګر کمانډر نوم قاري فتح یاد کړی دی.
داعش، یا اسلامي دولت(خراسان)په افغانستان کې د طالبانو تر ټولو ټولو ستره مخالفه ډله ده.
په افغانستان د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې فتح په کابل کې پر دیپلوماتیکو ماموریتونو، جوماتونو او نورو اهدافو د وروستیو بریدونو طراح یا ترتیبوونکی ؤ.
د هغه په وینا د دوی ځانګړو ځواکونو د داعش دغه وتلی کمانډر تېره شپه د کابل د خېرخانې په سیمه کې د سختو عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی.
داعش د خپل جګپوړي مشر د وژلو په اړه د طالبانو د ادعاوو په اړه سمدستي څه دي ویلي.
مجاهد هم د ګل/دوشنبې په ورځ په خپل بیان کې تایید کړه چې د دې میاشتې په پیل کې د طالبانو د تروریزم ضد عملیاتو کې د هند نیمه وچه کې د داعش د خراسان څانګې مشر اعجاز امین اهنګر له خپلو دوو قوماندانانو سره وژل شوی دی.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې د داعش یو شمېر غړي چې بهرنیان هم په کې شامل دي، نیول شوي دي.
داعش تېره اوونۍ د ابو عثمان الکشمیري په نامه د اهنګر مړینه تایید کړې وه اؤ ویلي یې وؤ او چې نوموړی د فبرورۍ په ۱۴مه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی، خو دقیق ځای یې نه دی یاد کړی.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې واک ته له بیا رسېدو راپدیخوا کله چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له هیواد څخه ووتل، وخت په وخت د داعش پر ضد عملیات کوي.
داعش خراسان ترهګرې ډلې هم په دې وروستیو کې په منظمه توګه دافغانستان بیلابیلو برخو کې ملکي وګړي، د طالبانو غړي او بهرني ډیپلوماتیک ماموریتونه په نښه کړي دي.
متحده ایالات IS-K د اسلامي دولت سره د "خطرناک" تړاو په توګه تشریح کوي او د طالبانو د تروریزم ضد هڅو د اغیزمنتیا په اړه شک لري.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د تروریزم په اړه د 2021 هیوادونو راپورونه خپاره کړل، یادونه یې وکړه چې داعش او نورو سیمه ایزو ترهګرو ډلو "فعال شتون" ساتلی او په افغانستان کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.