لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په بخموت کې درنه جګړه روانه ده


واشنګټن - د اوکراین یو پوځي چارواکي د نهې یا سې شنبې په ورځ د بخموت حالات ډېر سخت بللي چېرې چې له روسي ځواکونو سره درنه جګړه روانه ده.

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قومندان الیکزاندر سېرسکیف په ټولنیزو رسنیو ویلي، "له درنې مرګ ژوبلې سره سره دوښمن د خپلو غوره روزل شويو وېګنر ځواکونو سره هڅه کوي چې زمونږ دفاعي کرښې ماتې او له ښاره راتاو شي."

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د ګل یا دوشنبې د شپې په وینا کې وویل، چې "بخموت لا نور پیچلی کېږي."

هغه وویل، روسي ځواکونه "په دوامداره توګه ټول هغه څه له منځه وړي کوم چې زمونږ د ځایونو د ژغورلو لپاره کارول کېږي."

روس د اوکراین د ختیځ په ګڼو سیمو باندې خپل بریدونه زیات کړي چې په هغو کې یوه سیمه بخموت هم ده.

په دغه ویجاړ شوي ښار کې یو وخت ۷۵۰۰۰ کسان اوسېدل.

رویټرز خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د ښار د کلابند کولو او د ښار دننه په اوکرایني ځواکونو باندې د لارو د بندولو په برخه کې له شمال او جنوب څخه لږ پرمختګ هم کړی.

د ناټو پراخوالی:

د ناټو سرمنشي ینز سټالټنبرګ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل،‌ له ناټو سره د فنلېنډ او سویډن د یوځای کېدو په برخه کې پرمختګ شوی او دواړو هېوادونو له هغو تړونوو سره موافقه ښودلې چې د ترکیې اندېښنو ته به پام ساتي.

یواځې ترکیه او هنګري پاتې دي چې له ناټو سره د فنلېنډ او سویډن یوځای کېدو سره موافقه وښيي.

سټالټنبرګ د فنلېنډ له لومړۍ وزیرې سنا مارین سره په ګډه په هیلسینکي کې خبریالانو ته وویل،‌ "زه په بشپړه توګه ډاډه یم چې فېلېنډ او سویډن دواړه به د ناټو غړي جوړېږي."

هغه زیاته کړه،‌ "اوس وخت د دې دی چې په بوداپیست او انقره کې هم د دوی یوځای کېدل ومنل شي."

ترکیې په سویډن باندې نیوکې کړې وې او ددغه هېواد په حکومت باندې یې نیوکې کړې وې چې د هغو ډلو په وړاندې پڅ دي کوم چې انقره یې ترهګرې بلي.

بل پلو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولت کېوسوګلو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې سویډن تر اوسه د جون د میاشتې له تړون سره موافقه نه ده ښودلې په کوم کې چې سویډن او فېلېنډ دواړو ژمنه کړې وه چې په ترکیه باندې به د وسلو په خرڅولو باندې بندیزونه لېرې کوي.

تمه ده چې ترکیه، سویډن او فېنلېنډ د مارچ په نهمه به له ناټو سره د یوځای کېدو پر غوښتنې خبرې پیل کړي.

ترکیې دغه خبرې وروسته له هاغې ځنډولې وې کله چې لېرې ښي اړخو لاریون کونکو په سټاکهوم کې د ترکیې سفارت مخې ته قران شریف سوزولی و.

اغلې مارېن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، په اوکراین باندې تېر کال د روس د یرغل له امله راپورته شوي ګواښ سره فېلېنډ په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه او وویل،‌ د ناټو کرښه به یواځینۍ کرښه وي چې روس به ورڅخه تیری و نه کړي.

هغې وویل، که څه هم فېلېنډ او سویډن د خپلو ګټو لپاره دغه پرېکړه کړې خو دا د ناټو په ګټه هم ده ځکه په پراخېدو به یې د شمالي‌ اروپا دفاع ځواکمنه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG