لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د توشه خانې په قضیه کې د عمران خان د نیولو امر کړی خو په ضمانت د ازادېدو حق به نه لري


د اسلام اباد اډيشنل جج د توشه خانې په قضیه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړی دی، او عمران خان ته نن په نورو مقدمو کې ضمانتونه ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په وېب پاڼه د ورکړی شوي خبر ترمخه د اسلام اباد اډيشنل سيشن جج ظفر اقبال نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [28 فرورۍ] د توشه خانه د مقدمې اورونه وکړه.

د عمران خان وکيلانو عدالت ته خواست کړی وو چې عمران خان ته دې په شخصي حيثيت کې د حاضرېدو څخه استثنا يا نه حاضرېدو اجازه ورکړي چرته نن په نوموړي د فرد جرم لګول کېدو تمه وه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو وکیل علي بخاري عدالت ته ویلي چې عمران خان د اسلام اباد جوډيشل کمپليکس ته په دوه نورو مقدمو کې د اورېدنې دپاره روان شوی "ځکه په دغه عدالت کې نه شي حاضريدی" او هغه د عدالت نه د اورېدنې د پينځه ورځو دپاره ځنډولو خواست کړی وو.

خو د الېکشن کمېشن وکيل په دغه مهال ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر نه غواړي چې عدالت ته حاضر شي، "دا د عدالت دپاره د اندېښنې خبره نه ده چې د ګوند مشر عدالت ته د رسېدو دپاره څومره سفر کوي".

هغه په ګوته کړې چې عمران خان جوډيشل کمپليکس ته تلی شي نو دې عدالت ته هم حاضرېدی شي.

خو د پاکستان تحریک انصاف وکیل بيا ويلي، چې عمران خان هغه وخت دې عدالت ته حاضرېدی شي چې د نورو مقدمو نه وزګار شي.

او جج بيا ويلي، "عمران خان له عدالت ته حاضرېدل پکار وو، ځکه چې په هغه فرد جرم لګول کېدو يو ځل دې پرې فرد جرم لګېدلی وی بيا نورو عدالتونو ته تلی شو".

او د عمران خان وکیل ويلي چې په "دغه مقدمه کې خواجه حارث د عمران خان وکالت کوي او هغه نن دغه عدالت ته نه شي راتلی".

نوموړي جج بيا په اورېدنه کې دمه کړې او د دمې وروسته یې د عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړی او اورېدنه یې د اووم مارچ پورې ځنډولې ده.

د راپورونو ترمخه عدالت امر کړی چې عمران خان دې ونيول شي او په اووم مارچ دې عدالت ته حاضر کړی شي.

له دې وړاندې بېنکنګ عدالت او د ترهګرۍ ضد عدالتونو د عمران خان ضمانتونه منظور کړي دي.

توشه خانه

توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چې پکې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.

د عمران خان ضد دغه مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس اوسني حکومتي اتحاد جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخستي يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه چې یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو چې دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، چې "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي". خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG