لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په وړومبي ځل د ډیجیټل سرشمېرنې اؤ کورشمېرنې عمل نن پیل کیږي


ټاکل شوې ده په ګرد پاکستان کې نن د وړومبي مارچ نه د ډیجیټېل یا کمپیوټري کورشمېرنې او سرشمېرنې عمل پیل شي چې تر یوې میاشتې به دوام ومومي.

دپاکستان دشمېرنې دادارې له مخې دکور شمیرنې اؤ سرشمېرنې ټول ریکارډ اؤ اندراج به د روزانه په اساس دخودکاره نظام له لارې خوندي کولی شي اؤ کورونو ته ورتلونکې دشمیرنې مامورین به پخپلو ټابلټونو کې دسافټ وییر له لارې دپوښتنو ځوابونه لیکي.

د پاکستان د تاریخ ددې وړومبۍ ډیجیټل سرشمیرنې په مهال به کورونو ته ورتلونکي مامورین دخلکو نه هیڅ رقم دستاویزات یا کارډونه نه غواړي اؤ دشمېرنې اداره وایي کومو بهرنیو وګړو سره چې دپېژندګلو کاغذ یا کارډ نه وي هغوي به په جلا توګه شمېرلی شي.

په دې سرشمیرنه کې به په وړومبي ځل دمعذوره وګړو دمعذورۍ دڅرنګوالي اؤ دنرښځيانو په اړه هم معلومات راغونډولی شي اؤ دا هم معلومولی شي چې دهغوئ امدن یا ګټه وټه څومره ده.

د قامي ادارې د معلوماتو ترمخه د اوومې کورشمېرنې او سرشمېرنې عمل به د مارچ تر اخېره پورې سرته ورسېږي او په دې عمل کې برخه اخستونکي ټیمونه به راټولې کړی شوې شمېرې د اپرېل اولنۍ نېټې نه قامي ادارې ته رپورټ کول پېل کړي.

تېره اوونۍ د بلوچستان نه د کورشمېرنې او سرشمېرنې د ټیم یو غړي میر احمد د وي او ای ډیوه پروګرام «لویه پښتونخوا» کې وویل، دوی ته تربیت ورکړی شوی او په لومړي پړاو کې به د مارچ اولنۍ نېټې نه د مارچ تر دریمې نیېټې پورې د کور شمېرنې او په دویم پړاو کې به د څلورم مارچ نه تر 15م مارچ پورې بیا د سر شمېرنې عمل سر ته ورسوي.

میراحمد چې په سکول کې استاذ دی ډیوه ته وویل، دوی ته کمپیوټر یا ټېبلیټس ورکړی شوي دي چې پکې هغه فارمونه اچول شوې چې پکې به د هرې کورنۍ د مشر نه 22 پوښتنې کېږي.

هغه وویل د کورشمېرنې په فارم کې به د یو کور د قانوني حیثیت او په دې کې دننه د کمرو، غسل خانو، بجلۍ، اوبو او د ګیس د اسانتیاوو تر څنګ د نورو ضروري شیانو په اړه معلومات را ټولېږي.

دغه شان به د سرشمېرنې په فارم کې د یوې کورنۍ د مشر، د هغه د بچو، تعلیم، کار روزګار او نورو بنیادي ضرورتونو په اړه معلومات اخستل کېږي.

د مطبوعاتو او د سیاسي چارو کارپوه قریش خټک وي او ای ډیوه ته ویلي چې د مطلوبه شمېرو په بنیاد حکومت د یوې علاقې د پاره د مرکزي وسیلو تقسیم او د پرمختیا د منصوبو تعین کوي:

"دا معلومول غواړي چې یوه کورنی څومره او څه رنګه ضرورتونه لري چې د هغې لپاره حکومت مالي انتظام وکړي او ورسره د رتلونکو کلونو د پاره اهداف وټاکي".

د قامي ادارې د شمېرو ترمخه د کورونو او خاندنونو د شمېرو راغونډولو د پاره د هېواد په 628 تحصیلونو کې یو لک او 85 زره بلاکونه جوړ کړی شوي دي او د بلوچستان د سرشمېرنو د ټیم غړي میر احمد ډیوه ته وویل چې په یو بلاک کې له 200 نه واخله تر 250 پورې کورونه شامل وي.

د قامي ادارې تر مخه د شمېرو راغونډولو د پاره یو لک 26 زره تربیه شوي کسان ګومارل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG