لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست: د ټي ټي پي مرکز کې چاودنه،د مهمو کمانډرانو په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي،15 نور ژوبل


پاکستاني رسنۍ وایي د زیارت/پنجشنبې په ورځ پاکستان سره په پوله پروت د افغانستان ختیځ ولایت خوست کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر یو مرکز کې د ځای پر ځای کړل شوؤ بارودي موادو چاودنه کې د ټي ټي پي د مهمو کمانډرانو په ګډون لږ تر لږه شپږ ترهګر وژل شوي او 15 نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د سرچينو له خولې لیکلي، په وژل شويو وسله والو کې د دریوؤ پېژندګلو د عبدالمنان، عالم خان مداخېل او کجير په نومونو شوې ده او د درېوؤ نورو وژل شويو وسله والو پېژندګلو نه ده شوې.

دغه ورځپاڼه وایي چاودنه کې 15 طالب کمانډران اؤ وسله وال ژوبل شوي هم دي چې هغې کمانډر فضل امين، کمانډر محمد الیاس طوفان، کمانډر نور پايو خان، فقيرالله، تاروزئ، سات کاى، علي سور خان، زبير، هجرت الله، کمال، شېر افضل، بخت الله، ذبيح الله او دوه نور شامل دي.

همدا شان پاکستاني رسنیو په یوه بله پېښه کې د ټي‌ ټي پي دعمرمیډیا ګروپ دمشر مکرم خراساني د ژوبل کیدو دعوه هم کړې ده خو په دغه اړه یې نور جذییات مخې ته نه دي راوړي.

تر اوسه کوم هیواد یا ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. وي او اې هڅه کوي چې د دې چاودنې او پکې د ټي ټي پي د وسلوالو د ممکنه وژل کېدو د دعوو په اړه د پاکستان او د طالبانو د حکومت د چارواکو نظر معلوم کړي.

دپاکستاني طالبانو تحریک ( ټي ټي پي ) په افغانستان د واکمنو افغان طالبانو سره بيعت کړی خو په مستقيمه توګه د هغوي برخه نه ده.

خوست کې دپاکستاني طالبانو دمرکز دننه دا برید په داسې حال کې شوې چې تېره اوونۍ دپاکستان ددفاع وزیر اؤ داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر لیفټننټ جنرل نديم انجم دیو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په ملتیا دکابل سفر کړی ؤ .

ددغه سفر په اړه پاکستان ويلي وؤ پلاوي یې په افغانستان کې دطالب چارواکو سره یې ليدلي او ورسره یې په سیمه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.

پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې خوست کې د ټي ټي‌ پي مرکز کې په شوې چاودنه کې دمهمو طالب کمانډرانو د وژل کیدو له امله دټي ټي‌‌ پي په مشرانو کې سخته مایوسي اؤ اختلافات رامنځته شوې دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي د ټي ټي پي په لیکو کې اوس دا خبره کیږي چې دپاکستاني پلاوي کابل ته له سفر وروسته د ټي ټي پي لپاره ستونزې زیاتې شوې دي.

همدا شان د ټي ټي پي د لاندې کچې وسله والو کې دخپلو مشرانو په اړوند هم شکونه زیات شوي اؤ ټریبیون ورځپاڼه وایي دخوست دې اوسنۍ چاودنې ښودلې ده چې دټي ټي پي په لیکو کې استخباراتي رېښې ځومره ژورې دي.

د پاکستان حکومت دریځ لري چې تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځای څخه د بریدونو منصوبه بندي کوي.

البته د طالبانو د خارجه وزارت په ورستیو کې خپل په یو بیان کې ویلې وو چې د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی.

طالبانو دا دعوه هم کړې وه دوی په عمل کې ثابته کړې چې "هیچاته یی اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG