لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د موسیقۍ دازادۍ نړیواله ورځ؛ د طالبانو واکمنۍ کې افغانستان نه په سلګونو هنرمندان وتلي دي


 افغانستان اوس دهنر په ادیره بدل شوی هغه هیواد دی چې د ژوندیو هنرمندانو ژوند پکې نه کیږي.
افغانستان اوس دهنر په ادیره بدل شوی هغه هیواد دی چې د ژوندیو هنرمندانو ژوند پکې نه کیږي.

نن دمارچ په دریمه نېټه دموسیقۍ دازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په افغانستان کې طالب چارواکو په موسیقۍ بندیز لګولی اؤ ددغه هیواد نه دموسیقۍ دهنر سره تړلي په سلګونو هنرمندان نورو هیوادونو ته دسرپناه په تکل کې په کډه کولو مجبوره شوي دي.

په اګست کال 2021م کې په افغانستان د طالب وسله والو دقبضې راپدیخوا ګڼ شمیر افغان هنرمندان دطالبانو لخوا د ټنګ ټکور په جرم نیول شوي،ځورول شوي،توهین کړل کړي اؤ دهغوئ دموسیقۍ الات سوځول شوي دي.

دپاکستان په خېبر پښتونخوا سیمه کې هم دموسیقۍ دڅانګې سره تړلي پښتانه هنرمندان وایي چې دترهګرۍ په بهیر کې دځپل کیدو ترڅنګ دټولنې د تندروه فکر دسخت اغېز لاندې راغلي دي اؤ په ډاډه زړه په محفلونو کې موسیقي نه شي کولی.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسینو ګڼ شمیر داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي افغان طالبانو هنرمندان نیولي، دهغوئ دموسیقۍ الات یې سوځولي اؤ یا یې هم خپلې دموسیقۍ الات دهغوئ غاړو ته وراچولي اؤ د رسوا کولو په خاطر یې په لارو کوڅو کې ګرځولي دي.

دطالبانو دحکومت لخوا که هر څو تر اوسه په ډاګیز ډول افغانستان کې په موسیقۍ دبندیز اعلان نه دی شوی خو سرچینې وایي چې د دوئ دامرباالمعروف ونهی عن المنکر په نوم د ادارې وسله وال هنرمندانو اؤ سندر غاړو پسې ګرځي اؤ هغوئ ځوروي.

په نزدې وختونو کې دافغانستان نه په سوؤنو هنرمندان پاکستان اؤ نورو نزدې ګاونډي هیوادونو ته تښتیدلي اؤ وایي اوس په پردیو هیوادونو کې دستونزو ډک ژوند کوي.

د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا پېښور ته دخپلې کورنۍ دنورو غړو راکډوال شوی دافغانستان یو وتلی سندر غاړی چې خپل نوم پټ ساتل غواړي وي او ای ډیوه ته وایي افغانستان اوس دهنر په ادیره بدل شوی هغه هیواد دی چې د ژوندیو هنرمندانو ژوند پکې نه کیږي.

هغه وایي دی اؤ دکورنۍ نور 11 غړي یې دتېرو نهو میاشتو راهسې پېښور ته راکډوال شوي خو وایي دلته هم په ډاډه توګه خپل هنري فعالیتونه نه شي کولی ځکه چې دلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لري .

"په پټه کله کله ددې ځای فنکارانو سره فنګشونو ته ځو،اوس د ودونو سېزن دی، نو خدایې مهربان شي، دومره څه وګټو چې خپلو اولادونو ته پرې ټوک ډوډۍ برابر کړو"

دغه افغان هنرمند وایي په دې وروستیو کې چې په پېښور کې دپولیسو لخوا یو شمیر افغان هنرمندان ونیول شول،هغې ویرولی اؤ هر وخت ورسره اندېښنه مل وي چې دلته یې پولیس ونه نیسي اؤ بیا یې افغانستان ته ونه شړي.

د پښتو ډرامو وتلی ستوری ښاغلی ارشد حسین چې پخپله د کلتور د ودې یو مدني فعال هم دی وایي موسیقي په اصل کې دیو داسې طاقت نوم دی چې په پرمختللو ټولنو کې پرې خلک د ټولنیزو بدلونونو تحریکونه پرمخ وړي ولې له بده مرغه دلته د موسیقۍ څانګې ته هاغه هومره پاملرنه نه ده شوې څومره چې ورته اړتیا لیدل کیږي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ارشد حسین وویل که پاکستان اؤ افغانستان کې موسیقۍ ته دولتي سرپرستي ترلاسه شي نو له دې لارې ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته هم ماتې ورکول کیدای شي اؤ" زړه پورې ټولنیز بدلونونه هم په موسیقۍ رامینځته کېدای شي خو له بده مرغه تندروه فکر دلته د فنون لطیفه مخه نیولې ده"

دافغانستان په څېر په پښتونخوا کې هم په دې وروستیو کې دموسیقۍ څانګې ته ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ګڼ شمیر زیانونه اړولي دي اؤ دپښتونخوا هنرمندان هم وایي چې دوي لکه دتېرو وختونو اوس په ډاډه زړه دموسیقۍ محفلونو کې برخه نه شي اخستی.

په پېښور کې دموسیقار هنري ټولنې مشر اؤ وتلی سندرغاړی ډاکټر راشد خان یوسفزی وايي نن هم پښتون هنرمند په دې خاوره په هره حواله ځان غیر محفوظ ګڼي.

ډیوه سره خبرو کې ډاکټر راشد خان ویلي په نزدې وختونو کې دپښتو یو شمیر ښځینه سندرغاړې وژل شوي، ګڼ شمیر نورو نارینه اؤ‌ ښځینه هنرمندانو د بیلابیلو علتونو له امله د هنر نه لاس اخستی اؤ ګڼ نور د هیواد نه بهر تګ ته اړ شوي دي.

د راشد خان په وینا په کال 2005م کې دملیانو یا د ایم ایم ای دحکومت په دوره کې په پېښور کې دهنرمندانو دیرې اؤ دفترونه په ډبګرۍ بازار کې وسوځول شول، هغوئ په وهلو ټکولو له دغه بازاره وشړلی شول اؤ تر ننه په خیبر پښتونخوا کې هنرمندان دا وانه پراته دي اؤ دموسیقۍ خپل یو مخصوص مقام نه لري.

راشد خان وویل حکومت باید د میوزیک سټریټ یا دټنګ ټکور دکوڅې په نوم هنرمندانو ته یو ځائ ځانګړی کړي چې په هغې کې دې دهنرمندانو دفترونه هم وي ، دنوؤ هنرمندانو د زده کړې اکیډمۍ دې پکې هم وي اؤ دموسیقۍ اوزار یا الې دې هم په دغه کوڅه کې پلورل کیږي.

وتلی سندرغاړی کرن خان که یوه خوا د ریاست له لوري دموسیقۍ دسرپرستۍ نه کولو ګیله کوي نو بلخوا هغه په دې خوښ دی چې د ولس په ذهنونو کې اوس یو ښه بدلون راغلی دی.

ډیوه سره خبرو کې کرن خان وویل مخکې به چې هنرمندانو ته په کوم سپک نظر کتل اوس هغسې نه کیږي بلکې پخپله ډير لوستي خلک دهنرمیدان ته راغلي دي چې دا یو ښه شګون دی.

هغه وویل پښتانه اوس د فن اؤ فنکار دواړو سره مینه کوي البته ټولنه کې ګڼ خلک نن هم داسې شته چې هنر اؤ هنرمند ته په ښه سترګه نه ګوري خو وایي د وخت سره سره حالات بدلیږي اؤ دخوشحالۍ خبره داده چې اوس خلک جنګونو اؤ نفرتونو ستړي کړي دوي دخپل ستړي‌ ذهن د دمې لپاره موسیقۍ ته تږي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG