لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: د پولیسو په پوسته د راکټ لانچرو برید شوی، یو عسکر ژوبل


دخېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې ترهګرو دپولیسو په یوه پوسته د درنو وسلو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

د ډېره اسماعیل خان ضلعې د پولیسو ویاند وي او ای ډیوه ته ویلي دغه برید تېره شپه د کلاچۍ پولیس تاڼې په روهړي پوسته شوی شوی دی.

هغه ویلي ترهګرو په یاده پوسته د درنو وسله سره برید کړی خو پولییسو دهغوئ برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ دنزدې 45 دقیقو یا منټو دسختې مقابلې نه وروسته دا برید په شا تمبول شوی دی.

دپولیسو ویاند په را لېږلې خبرپاڼه کې ویلي د برید پرمهال ترهګرو دپولیسو په پوسته درې راکټ لانچرې داغلې دي چې پکې داحسان الله په نوم یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

ویاند ویلي چې دپولیسو په ځواني ډزو کې ترهګر تښتېدلي خو نه یې ده روښانه کړې چې ایا پولیسو هم ترهګرو ته څه مرګ ژوبله اړولې ده که نه؟

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو د وسله والو بریدونو اؤ بمي چادونو کې چټکتیا لیدل شوې اؤ په ګڼ شمیر پولیس تاڼو اؤ څوکیو ترسره شوؤ بریدونو کې په لسګونو پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په 30مه جنورۍ پېښور کې دپولیس لاین دننه جومات کې تر ټولو خونړۍ ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې نزدې 100پولیس وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید ذمه واري د پاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخستې وه.

ډیره اسماعیل خان په پولیسو د ترسره شوي دې تازه برید نه وړاندې په 26مه فرورۍ هم لکي مروت او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې په پوليسو بمي چاودنه او چيک پوسته وسله وال برید شوی ؤ، چې پکې لږ تر لږه شپږ پوليس عسکر ژوبل شوي وؤ.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي ايي سي اېس اېس] په خپل يو تازه رپورټ کې ویلي تېره دفرورۍ میاشت په ګرد هیواد کې 58 وسله وال بريدونه شوي چې 59 کسان پکې وژل شوي دي،

د رپورټ له مخې په دې وژل شوو کسانو کې 27 ملکي وګړي، 18 امنيتي عسکر او 17 وسله وال شامل دي.

په دغو بريدونو کې ټول 134 کسان ژوبل شوي چې پکې 80 د امنيتي ادارو اهلکار او 54 ملکي وګړي شامل دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG