لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایم فِل فارغه ځوان:‌ "یو بېروزګاري شي بل د ټولنې پېغور نو بس ځای بدل کړو نور به څه وکړو"


واشنګټن ــــ په پاکستان کې زیاتې ګرانۍ، خراب اقتصادي حالت او بې روزګارۍ د بې تعلیمه خلکو غوندې په لکونو داسې ځوانان هم د بې روزګارۍ ژوند ته مجبور کړي چې اعلی تعلیمونه یې کړي دي.

رحیم الدین د خيبر ضلعې یو تعلیم یافته ځوان دی، ایم فِل یې کړی دی او وايي "یو چې بې روزګاره شې او بیا ټولنه پېغور درکوي نو بس ځای بدل کړو نور څه وکړو".

رحیم الدین وایي "مخکې خو ژوند داسې وو چې تنخا به راتله بس خرچه به پوره کېده خو چې بچي دې وي، خوارک وي، سکول وي او خرچه وي نو دا هر څه پیسه غواړي ولې چې بې روزګاره یې نو څه به کوې".

رحیم الدین وایي نوکري یې کوله خو بیا په کرونا کې فنډونه بند شول او بې روزګاره شو. د وي او اې ډیوه په «لویه خیبر پښتونخوا» خپرونه کې هغه وویل چې نور ډېر ملګري یې هم بې روزګاره شوي دي.

هغه زیاته کړه چې "یو دې دومره تعلیم هم کړی وي او بیا دې روزګار هم کړی وي او بیا بې روزګاره شې نو انسان د ډېر ذهني فشار سره مخ شي".

نړیوال بېنک په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي د کرونا وبا د بدو اغېزو په نتيجه کې په پاکستان کې 1.6میلينه ځوانان بې روزګاره شوي وو.

سوشیالوجیسټ محمد سعید شاه وایي یو سړی چې بې روزګاره شي بیا هم د ژوند ضرورتونه لري، خېټه یې شته، خوراک به کوي، ماشومان به سکول ته لېږي نو د دې ضرورتونو پوره کولو لپاره بیا بله لار ګوري که جایز وي او که ناجایزه.

سعید شاه زیاته کړه، کله چې یو سړی د کور ضرورتونه نه شي پوره کولای،‌ د کور بوج خو پرې وي نو بیا ذهني مسلې او په کور کې جنګ جګړې زیاتې شي.

په ټولنې نظر لرونکي محمد سعید شاه په «لویه خېبرپښتونخوا» خپرونه کې وویل چې که کرونا وي که نور څه وجوهات وي خو چې څوک بې روزګاره شي نو په ټولنه کې یې عزت ختم شي، "څوک ورله قرض نه ورکوي او ماشومان یې په ښو سکولونو کې سبق نه شي ویلی".

د پښتونخوا د تاجرانو د اتحاد مرستيال مشر شاهد حسين وي او اې ډيوه ته وايي، د کرونا وبا تاثير شته او هغه دا ګڼي چې د نړيوال بېنک په رپورټ کې د ورکړل شوو شمارو نه لا زيات ځوانان د روزګارونو نه ويستل شوي وي.

په دی اړه وي او اې ډیوه د حکومتي چارواکو سره رابطه کړې ده خو ځواب یې نه دی ویلی.

رحیم الدین چې یو تعلیم یافته بې روزګاره ځوان دی وایي، ټولنه ورته د بې روزګارۍ پیغور ورکوي، وایي دی د ډېرو خلکو نه اوري چې هغه بل تن بې تعلیمه دی خو پیسې یې وګټلې او تا دومره تعلیم هم کړی بیا هم بې روزګاره یې:

"خلک راته وایي خپل وخت دې ضایع کړو، چې راسره ځواب نه وي نو بس بیا ځای بدل کړم، نور خو څه نه شم کولی".

په خپرونه کې رحیم وویل چې یو ملګری یې تعلیمیافته دی اوس بې روزګاره شوی دی، د کور نه ورسره مرسته هم نه شته او نه ورته پیسې پاتې دي چې کاروبار پرې پیل کړي، نو هغه او داسې نور تعلیمیافته ځوانان پېژني چې د زړه ماتي ژوند کوي.

رحیم الدین وایي حکومت دې سرکاري نوکرۍ نه ورکوي مګر يوه شخصي نوکري دې وي خو چې وي ځکه چې په روزۍ پسې مسافر نه شي.

سوشیالوجیسټ محمد سعید شاه په خپرونه کې وویل تعلیمیافته وي او که بې تعلیمه خو چې بې روزګاره وي نو بیا به د رزق د پاره مسافري کوي او رزق که وګټي هم خو د خپل خاندان او بچو نه لرې پاتې شي او تربیت یې ونه کړی شي.

ښاغلي وویل چې دا هر څه د ریاست ذمه واري وي خو کمزوری ریاست د خپل وګړي خیال نه شي ساتلی.

د نړېوال بېنک له خوا دغه رپورټ په داسې حال کې خور شوی چې د پاکستان اقتصادي وضعیت په دې ورځو کې د سخت مشکل سره مخ دی او د حکومتي شمېرو ترمخه په کال 2022 کې لږ تر لږه اته لکه خلک د پاکستان نه بهر هېوادونو ته د کار موندلو د پاره تللي دي چې پکې 156,000 هنرلرونکي کسان هم شامل دي.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG