لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې د سکول جېنکو ته د زهر ورکولو د مبینه واقعاتو بحران لوی شوی دی


اسوشيټډ پرس - په ایران کې د سکول جېنکو ته د مبینه زهر ورکولو بحران د اتوار/یکشنبې په ورځ نور هم لوی وګڼل شو او چارواکو ومنله چې د ممکنه قضیو له امله څه د پاسه پنځوس (۵۰) سکولونه متاثره شوي دي. داسې حال کې چې له تېرو څو میاشتو راهېسي ایران کې ناکرارۍ روانې دي، په زهرو باندې د طالب علمانو د ککړېدو دغو پېښو په والدینو کې لا زیاته ېره خوره کړې ده.

په سکولونو کې د زهرآلوده کېدو مبینه واقعات اول ځل په تېر نوامبر میاشت کې د شیعه ګانو په مذهبي ښار قم کې ولیدل شول او د هغه وخته تر اوسه دا روښانه شوې نده چې دا د چا کار دی او دا څنګه مواد دي چې سکولونو کې خوریږي.

اوس رپوټونه وایي چې د ایران د دېرشو (۳۰) ولایتونو نه په یوویشتو (۲۱) کې یې شکمن واقعات لیدلی شوي او قریب په ټولو واقعاتو کې، د جېنکو سکولونه هدف ګرځول شوي دي.

دغو حملو دا ېرې راپیدا کړي چې نورو جېنکو ته به هم صرف ددې په خاطر چې سکول ته ځي، زهر ورکړل شي. په کال ۱۹۷۹ کې چې ایران کې اسلامي انقلاب وشو، تر اوسه په دا تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د جېنکو تعلیم ته په ایران کې کوم چلېنج ندی مخې ته شوی. ایران په خپل ګاونډ افغانستان کې هم په طالبانو غږ کړی چې ښځو او جېنکو ته دې سکولونو ته د تګ اجازت ورکړي.

د ایران د سرکاري خبري ادارې، اېرنا د رپوټ ترمخه، د ایران داخله وزیر احمد وحیدی د خالي/شنبې په ورځ، بغیر د دې چې څه جزئیات وړاندې کړي، وویل چې پلټونکو د واقعاتو د څېړنې په بهیر کې "مشکوک سېمپلونه" راغونډ کړي دي.

ښاغلي وحیدي په خلکو غږ وکړ چې آرام پاته شي، او په عین وخت کې یې دعوه وکړه چې ګني "د دښمنانو مېډیا" د مبینه زهریله کېدو په پېښو باندې خلکو کې ېره خوروي او د "ترهګرۍ" عمل ترسره کوي.

خو د پام وړ خبره دا ده چې تر څو د ایران په سکولونو کې جېنکو ته د مبینه زهر ورکولو په واقعاتو نړېوالې مېډیا رپوټونه خواره نکړل، د ایران د حکومت مشر یې په اړه د پلټنو امر جاري نکړ. سختدریځي صدرابراهېم رئیسي د تېرې شورو/چهارشنبې په ورځ د دې واقعاتو په اړه د تحقیقاتو اعلان وکړ.

د ایران داخله وزیر وایي چې د مشکوکو زهر ورکولو په پېښو کې لږ تر لږه دوه پنځوس (۵۲) سکولونه متاثره شوي دي. د ایران مطبوعاتو رپوټ ورکړی چې د متاثره سکولونو شمېر د شپېتو (۶۰) نه اوړېدلی او په دې کې لږ تر لږه یو یې د هلکانو سکول دی.

په سوشل مېډیا کې داسې ویډیوګانې خورې شوي چې پرېشانه والدین او د هسپتالونو په اېمرجنسي څانګو کې جینکۍ ښيي چې په مړوندونو یې د سیرومونو ستنې لګېدلي دي. د حالاتو واضحه جاج اخېستل ګران کار دی، ځکه په هغو مظاهرو کې چې تېرو میاشتو کې په ایران کې وشوې، قریب سل خبریالان د حکومت له خوا ګرفتاره کړی شول. دا مظاهرې د یوې ۲۲ کلنې پېغلې، مهسا امیني د مرګ په لړ کې وشوې چې مذهبي پولیسو ګرفتاره کړې وه او بیا د پولیسو په قید کې مړه شوه.

د ایران د بشري حقونو کارکنان وایي، په هغو مظاهرو کې امنیتي ځواکونو په احتجاج کوونکو حملې وکړې، لږ تر لږه ۵۳۰ کسان یې ووژل او قریب شل زره تنان یې ګرفتاره کړل.

ایران کې پخوا هم په ښځو باندې د حملو واقعات مخې ته راغلي و، چې وروستي واقعات په کال ۲۰۱۴ کې د اصفهان شاوخوا په ښځو باندې د تېزابو پاشل و. هغه وخت داسې باور وشو چې دا د اسلامي سختدریځو کار دی او په دې خاطر یې کړی چې د ښځو د جامو طریقه یې خوښه نه وه.

د ایران په مېډیا کې چې ډېر سخت د حکومت د کنټرول لاندې دي، دا افواهات اورېدل کیږي چې د سکولونو جېنکو ته د زهرو ورکولو دا وروستۍ مبینه پېښې، ګني د جلا وطنه ډلو او یا خارجي طاقتونو کار دی.

په دې وروستو ورځو کې د جرمني خارجه وزیر، د وایټ هاوس یو چارواکي، او نورو بهرنیو چارواکو په ایران غږ وکړ چې د سکول د جېنکو تحفظ دپاره دې اضافه اقدامات وکړي. مګر د ایران خارجه وزیر دا فکرمندۍ ردې کړې او هغه یې صرف د "مگرمچ اوښکې" وبللې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG