لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور پوهنتون د امنیت سپروایزر ثقلین بنګښ د سیکیورټي ګارډ په لاس وژل شوی


پېښور پوهنتون کې د امنیت ساتونکي یا سیکیورټي ګارډ د تمانچې په ډز د پوهنتون د امنیت د څارنې مشر (سپروایزر) تقلین بنګښ وژل شوی او امنیت ساتونکی له موقعې تښتېدلی دی.

دا په دوؤ اوونیو کې د امنیت ساتونکو لخوا دپېښور په پوهنتونونو کې د وژنو دویمه پېښه ده چې رامنځته شوې ده.

تر دې وړاندې په 19مه فرورۍ د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې دانګریزۍ څانګې استاذ ښاغلی بشیر د دغه پوهنتون یو امنیت ساتونکي د نښتې په مهال ویشتلی او وژلی ؤ.

څېړونکي وایي نه خو پېښور پوهنتون باندې کله ترهګریز برید شوی اؤ نه ورته داسې څه ګواښونه شته نو بیا ولې دغلته وسلو په لاس ساتونکي ودرول شوي دي اؤ ولې په پوهنتونو کې سرعام د وسلو نمایش کیږي؟

د پېښور پوهنتون دکمیپس پولیسو ډي ایس پي ښاغلي فضل ربي خان پېښور پوهنتون کې رامنځته شوې دا تازه پېښه تاید کړې ده اؤ ویلي یې دي داتوار په ورځ دپوهنتون دسیکیورټي ګارډ په ډز ددغه پوهنتون سیکیورټي سپروایزر ثقلین بنګښ لګیدلی اؤ وژل شوی دی.

هغه بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې په ډزو کې وړومبی ثقلین بنګښ سخت ژوبل شوی ؤ خو هسپتال ته له رسول کیدو وروسته یې د زخمونو توان رانه وړلو اؤ ساه یې ورکړه.

د پولیسو مشر دا پېښه اتفاقي بللې ده اؤ ویلي یې دي دسیکیورټي ګارډ نه د دروازې خلاصولو په مهال تمانچه غورځېدلې اؤ ډزیدلې ده چې له امله یې سپروایزر ثقلین بنګښ لګیدلی اؤ مړ شوی دی.

هغه ویلي دپېښې په مهال ثقلین بنګښ دامنیتي انتظاماتو جاج اخستو چې دسګمه امنیتي کمپنۍ د یو ساتونکي مسعود دتمانچې نه د وتلې ګولۍ ښکار شوی اؤ خپل ژوند یې دلاسه ورکړی دی.

د پولیسو مشر وایي تر پېښې وروسته سیکیورټي ګارډ تښتېدلی اؤ پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړې دي.

په نولسمه فرورۍ دپېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې دشیرمحمد په نوم یو سیکیورټي ګارډ ددغه پوهنتون دانګریزي څانګې په یو پروفیسر ښاغلي بشیرمحمد ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ.

تر دغې پېښې وروسته سیکیورټي کارډ شیرمحمد له موقعې تېښتېدلی ؤ خو دوه ورځې وروسته هغه دخېبر پښتونخوا دجنوبي سیمې کرک څخه پولیسو نیولی ؤ چې اوس په جوډیشل ریمانډ زندان کې پروت دی.

څېړونکی اؤ خبریال رفعت الله اورکزئ وایي دپېښور په تاریخي تعلیمي درسګاه کې پرله پسې د وژنو مخې ته راتلونکې پېښې افسوسناکې دي اؤ حکومت ته به ددې مخنیوي لپاره چټک ګامونه پورته کول وي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي رفعت اورکزي وویل دا دحیرانۍ خبره ده چې نه خو پېښور پوهنتون باندې کله ترهګریز برید شوی اؤ نه ورته داسې څه ګواښونه شته نو بیا ولې دغلته وسلو په لاس ساتونکي ودرول شوي دي.

هغه وایي په یوه تعلیمي اداره کې د وسلې سرعام نمایش د زده کوونکو په ذهنونو هم ناوړه اغېز کوي ځکه چې زده کوونکي دغه تعلیمي ادارو له زده کړو لپاره ځي اؤ هلته چې هغوئ وسلې اؤ قتلونه ویني نو په ذهنونو به یې څه اثر کیږي ؟

رفعت اورکزی وایي د اسلامیه کالج د پېښې نه وروسته معلومه شوه چې دپېښور پوهنتون زیاتره ساتونکي دپوځ نه ریټایرډ شوي کسان دي اؤ کوم خلک چې پوځ ریټایر کوي‌ نو دهغې مطلب دا وي چې دغه تن نور دخدماتو ورکولو جوګه نه پاتې نه وي خو دا چې دغه ریټایرډ پوځیان بیا تعلیمي ادارو کې ځائ پرځائ کولی شي نو دهغې به هم داسې خرابې نتیجې مخې ته راځي.

هغه وایي که په تعلیمي ادارو کې په پروفیسرانو اؤ افسرانو داسې ډزې کیږي اؤ وژل کیږي نو دا ډیره داندېښنې وړ خبره ده اؤ پکار ده چې دپوهنتون انتظامیه اؤ صوبایي حکومت د ټولو سیکیورټي مامورینو ریکارډ چیک کړي اؤ دهغوئ څخه ریټایرډ ملازمین وباسي.

نوموړي دا هم وویل چې دتعلیمي ادارو دننه باید د وسلو په نمایش بندیز ولګول شي ځکه چې دې ادارو ته هیڅ امنیتي ګواښ نه دی متوجې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG