لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د طالبانو کونسل جنرل وايي اوس هم خواوشا 550 افغانان په زندانونو کې بندي دي


د پاکستان د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو کونسل جنرل وايي، د کراچۍ د زندانونو څخه 137 افغانان خوشي شوي او بيرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي خو اوس هم خواوشا 550 افغانان په جېلونو کې بندي دي.

د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار وي او اې ډیوه ته ويلي، چې "په څلورم مارچ د کراچۍ د مرکزي او ملير زندان څخه 137 افغانان خوشي شوي چې زنانه او ماشومان هم پکې وو، دوی وطن ته ستانه کړی شوي دي".

د نوموړي په خبره "له دې وړاندې هم 1400 کسان په مختلفو مواقعو کې د سيند صوبې د زندانونو څخه خوشي شوي خو اوس هم خواوشا 550 کسان اوس هم د سيند صوبې په زندانونو کې بندي دي".

هغه وويل، "دوی هڅه کوي چې دا نور بندي افغانان ازاد شي او بيرته خپل هیواد ته لاړ شي".

د پاکستان په سیند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د تېر کال د نيمايۍ راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې او د افغان استازو په وينا د ښځو او ماشومانو په ګډون د 2000 پورې افغانان نيول شوي او بندي کړی شوي وو.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو په وروستيو څو مياشتو کې وار په وار ويلي چې د پاکستان سره یې د افغانانو نيولو په اړوند خبرې کړي دي.

په 22م فرورۍ چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف چې د ايي اېس ايي د مشر لفټننټ جنرل نديم انجم په ګډون د يو پلاوي سره د کابل سفر کړی په کابل کې واکمنو طالبانو ويلي وو د دغه پلاوي سره په ليدو کې طالب مشرانو په نورو موضوعاتو د خبرو ترڅنګ په پاکستان کې د "افغان مهاجرينو په مشکلاتو" هم خبرې کړې وې.

له دغې وړاندې د جنورۍ په وروستيو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو او ناروغانو زنداني کولو دردونکې ويلي او د تېر کال نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل د سفر په مهال هم طالبانو ويلي وو دغه موضوع یې ورسره شريکه کړې وه.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل وايي، په تيرو څو مياشتو کې د افغانانو د نيولو لړۍ کمه شوې وه خو په وروستیو کې بيا افغانانو ويلي چې وخت په وخت په کراچۍ کې افغانان نيول کيږي.

د تيرې مياشتې فرورۍ په وروستيو کې د سيند صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] غلام نبي مېمن وي او اې ډيوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، "په صوبه کې يواځې غېر قانونه مهاجرين نيول کیږي، يواځې افغانان نه بلکې چې هر څوک وي د هغو پرضد قانوني کارروايي کيږي".

له دې وړاندې د سيند صوبايي حکومت هم دغه ډول دريځ خپل کړی چې دوی "غېر قانونه کسان نيسي او بيرته یې خپل هيواد ته ستنوي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG