د پاکستان د دفاع وزیر خواجه ويلي، دوه اوونۍ وړاندې یې د امنيت په موضوع د خبرو دپاره د کابل سفر کړی وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره یې په دغه اړوند مثبتې خبرې شوې وې، او هيله یې څرګنده کړې تمه ده د افغانستان نه به يو پلاوی د پاکستان سفر وکړي او په دې لړ کې به پرمختګ وشي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاريږي.
خواجه اصف د افغانستان د پلاوي د پاکستان د سفر خبره نن [په اووم مارچ] په اسلام اباد کې په يوه خبری غونډه کې وکړه، خو دا یې ونه ويل چې دغه پلاوی به کله سفر کوي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا هم په دغه اړوند تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي. وي او اې ډیوه هم په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د وياندويانو نه پوښتنه کړې خو هغوی ورته ځواب نه دی ويلی.
خواجه اصف وويل، "افغانستان د دوحه تړون لاندې تړلی دی چې خاوره به یې د ترهګرۍ دپاره نه کاريږي، مونږ هلته [په کابل] کې په دې خبره ټينګار هم کړی وو چې هغه معاهده عملي کړي او هغوی [طالبانو] ځينې وړانديزونه هم کړي دي او هغوی زمونږ په دريځ پوهه شوي دي او ستاينه یې هم کوي".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل ویلي چې خاور یې د ترهګرۍ دپاره د بل کوم هېواد پرضد نه کاريږي او نه یې چاته د کارېدو اجازه ورکوي.
پاکستان څو ځله دعوې کړي چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي. او د طالبانو نه وړاندې هم امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګولی چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم دغه تورونه ردول.
د دفاع وزير په بلوچستان کې د ترهګرۍ د پېښې په اړه خبرو کې د افغانستان د پلاوي پاکستان ته راتګ او کابل د سفر په اړوند خبرې وکړې.
پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په کچي ضلع کې د بلوچستان کانسټبلري پوليسو په ګاډي ځانمرګی برید شوی وو، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو په بريد کې اته د بلوچستان کانټسبلري پوليس عسکر او يو عام تن وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وو.
داعش خراسان په ټليګرام د مطبوعاتو سره په بيان کې د دغه برید زمه واري منلې ده او په ټولنيزو رسنيو د خپرو شوو خبرونو ترمخه د تحریک جهاد پاکستان نومې ډلې یې هم زمه واري منلې ده.
په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.
پاکستان ويلي وو په ياد سفر کې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، "په خبرو کې دواړو لورو موافقه کړې چې د ترهګرو ډلو له خوا د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې به په اغېزمنه توګه د مبارزې لپاره همکاري وکړي. دغه رنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم هوکړه وشوه".
او افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي وو، "په ناسته کې دواړو لوريو پرامنتيتي اندېښنو، په افغانستان د ډرون الوتنو، د مخالفو وسله والو ډلو په فعاليت واضحې او مفصلې خبرې شوې وې".
خواجه اصف په خبري غونډه کې وويل، "په تېر وخت کې هم مونږ د ترهګرۍ ضد جګړه کړې او دې ځل له به هم ټول قام په ګډه ترهګري قابو کړي، او د ترهګرۍ ضد چې په تېر وخت کې څنګه جګړه شوې دې ځل له به هم مونږ کاميابي ترلاسه کړو".