واشنګټن – د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن د نهې یا سې شنبې په ورځ عراق ته د یو نه اعلان شوي سفر پر مهال وویل، چې امریکايي ځواکونه دغلته د عراقي ځواکونو په ملاتړ او د داعش په ماتولو بوخت دي او ددغه ماموریت د دوام لپاره یې د امنیت پر اړتیا رڼا واچوله.
استن د عراق له لومړي وزیر محمد شیه السوډاني سره تر لېدنې وروسته خبریالانو ته وویل، "د داعش پرضد زمونږ دفاعي همکاري د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یوه مهمه برخه ده او امریکا د عراق او د ټولې سیمې د امنیت لپاره په دې جګړه کې ملاتړ ته ژمنه ده."
اسټن د عراق له رهبرانو څخه د دې ژمنې لپاره مننه وکړه چې په عراق کې د ایتلافي ځواکونو عملیات به له دولتي او غیر دولتي عناصرو څخه ژغوري.
په امریکايي ځواکونو او په بغداد کې د امریکا په سفارت باندې د ایران پلوو ملیشو لخوا راکټي بریدونه کېږي.
امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې عراقي ځواکونو ته د مشورې او د داعش په وړاندې جګړه کې له عراقي ځواکونو سره د مرستې په ماموریت بوخت دي.
اسټن له عراق څخه له دې امله هم مننه وکړه چې عراقیان یې د سوریې په شمال ختیځ کې له کمپونو څخه بېرته راوستي دي او له ټولو هېوادونو څخه یې غوښتي چې له خپلو هېوادوالو سره دې همداسې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي و چې په الحال او روج کمپونو کې شاخوا لس زره بې ځایه شوي کسان ژوند کوي.
عراق ته د اسټن دغه سفر یوه اونۍ وروسته له دې وشو چې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش هیله څرګنده کړې وه چې عراق به یو سولیز او سوکاله راتلونکې او کلک ډیموکراټیک بنسټونه ولري.