لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندو طالبعلمان وایي پنجاب اؤ سیند پوهنتونونو کې یې په"هولي" تهوار یو مذهبي تنظیم بریدونه کړي


دهندو لږکیو دټولنې سره تړاؤ لرونکي طالبعلمان وایي په پنجاب اؤ سیند پوهنتونونو کې دیو مذهبي تنظیم سره تړاؤ لرونکو طالبعلمانو په دوي بریدونه کړي اؤ دهغوي دمذهبي تهوار "هولي" دنمانځلو مخه یې نیولې ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼې پنجاب پوهنتون کې د مذهبي تنظیم سره دتړاؤ لرونکو طالبعلمانو لخوا شوي برید کې دې د15ؤ هندو زده کوونکو د ژوبل کیدو رپورټ ورکړی خو دپنجاب پوهنتون یو هندو زده کوونکي کهیت کمار بیا امریکا غږ ته ویلي چې پېښه کې پینځه هندو زده کوونکي ژوبل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو په هندو طالبعلمانو شوي دا بریدونه په سختو ټکو غندل شوي اؤ ویل شوي څنګه چې پاکستان میشت مسلمانان اؤ دنورو مذهبونو خلک خپل اخترونه اؤ نورې مذهبي ورځي نمانځي داسې هندوان هم حق لري چې خپل مذهبي تهوارونه په ازادۍ سره ونمانځي.

پنجاب پوهنتون کې په هندو طالبعلمانو دشوي برید په اړه ګڼ شمیر ویډیوګانې په ټولنېزو رسنیو خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي دکیمپس دننه په هولي نمانځوونکو طالبعلمانو ډنډو په لاس ځېنې خلک تشدد کوي.

په ځېنو ویډیوګانو کې حتی دا هم لیدل کیږي چې دپوهنتون امنیت نیوونکو یا سیکیورټي ګارډ هم ډانګي راپورته کړي اؤ طالبعلمان وهي.

دسیند کونسل عمومي سکتر کاشف بروهي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دوي د پوهنتون انتظامیې نه دهولي دنمانځلو اجازت اخستی ؤ اؤ تر هغې وروسته یې پوهنتون کې دهندو ټولنې سره په ګډه خپل مذهبي تهوار نمانځلو.

هغه ویلي دکله چې دسیند کونسل اؤ هندو ټولنې غړي دپنجاب پوهنتون د لاء کالج مخې ته د هولي نمانځلو په غرض راغونډ شول نو دمذهبي تنظمیم اسلامي جمعیت طلباء فعالیتونو پرې د وسلو اؤ کوتکونو سره برید وکړو.

هغه ویلي دې برید کې 15 هندوان زخمیان شوي اؤ هغوئ دخپل مذهبي تهوار هولي نمانځلو ته نه دي پرېښودل شوي.

خو داسلامي جمعیت طلباء دپنجاب پوهنتو ناظم عثمان کهټانه بیا دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي.

وي او ای اردو سره خبرو کې ښاغلي کهټانه ویلي په هندو طالبعلمانو دمبینه تشدد پېښه کې دجمعیت هیڅ یو فعال لاس نه لري.

هغه ویلي چې په پوهنتون کې تر دې وړاندې هیڅکله تهوار نه دی نمانځل شوی اؤ هندو طالبعلمانو ته دهولي نمانځلو لپاره یو ځانګړی ځای ورکړل شوی ؤ .

هغه ویلي چې هندو طالبعلمانو نښته د پوهنتون د امنیت ساتونکو سره کړې ده خو تور یې په جمعیت لګول کیږي.

دپنجاب پوهنتون هندو زده کوونکي کهیت کمار وي او ای اردو ته ویلي دپوهنتون چیف سیکیورټي افسر دوي ته دپوهنتون تالار کې دهولي نمانځلو اجازه ورکړې وه اؤ کله چې دوي هولي نمانځلو لپاره دغلته د رنګونو سره راغونډ شول نو دجمعیت فعالینو پرې د وسلو اؤ کوتکونو سره برید وکړو اؤ دوي یې وډبول.

کاشف بروهي ویلي کله چې هندو طالبعلمان ددې پېښې پرضد دپوهنتون د وایس چانسلر ددفتر مخې ته احتجاج کولو لپاره ورټول شول نو هلته پرې بیا دسیکیورټي ګارډز تشدد وکړو.

دپنجاب پوهنتون ویاند پخپل یو وضاحتي بیان کې ویلي چې پنجاب پوهنتون کې نه خو دهولي نمانځلو پسر کومه جګړه شوې ده اؤ نه پکې کوم هندو طالبعلم ژوبل شوی دی.

ویاند ویلي هندو ټولنې ته د جمنیزیم نه بهر دپوهنتون انتظامیې دهولي نمانځلو اجازه ورکړې ده خو دیوې بلې صوبې سره تعلق لرونکي دمسلمانانو یو لساني تتنظیم په زوره ددغې دستورې دځائ بدلولو هڅه کړې وه اؤ داسې بریښي چې دا پېښه دیو شرارت په توګه رامنځته کړل شوې ده.

هغه ویلي هندو ټولنې ته دتالار دننه د دستورې اجازه ورکړل شوې وه خو هغوئ په خلاص میدان کې دستوره کوله چې په دې سیکیورټي ګارډ هلته ورغلي دي اؤ دتشدد دپېښې پلټنې به کیږي.

په عین حال کې په ټولنیزو رسنیو دعوې شوي چې په سیند پوهنتون کې هم داسلامي جمعیت طلباء فعالینو په هندو زده کوونکو تشدد کړی اؤ دهغوئ د هولي نمانځلو مخه یې نیولې ده.

دسیند پوهنتون د یوې زده کوونکې ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده چې پکې هغه دعوه کوي کله چې دوي په پوهنتون کې په سوله ییزه توګه خپل مذهبي تهوار هولي نمانځلو نه داسلامي جمعیت طلبا کسانو پرې برید کړی اؤ دوي یې وهلي دي.

دسیند دمذهبي چارو وزیر ګیان چند اسراني دسیند پوهنتون دننه د رامنځته شوې دې پېښې نوټس اخستی اؤ دپلټنو امر یې کړی دی.

پخپل یو بیان کې ګیان چند ویلي سیند کې دټولو عقیدو اؤ مذهبونو منونکي خپل مذهبي تهوارونه نمانځلی شي اؤ دلته دهندوانون،سیکهانو،عیسیانو اؤ مسلمانو ترمنځ بشپړه همغږي ده.

په ټولنیزو رسنیو هم دپوهنتونو دننه د هندو ټولنې په غړو شوؤ دې بریدونو ته سخت غبرګون ښودل شوی اؤ ګڼ شمیر د ټولنېزو رسنیو فعالانو لیکلي چې پاکستان کې دمسلمانانو په څېر دنورو مذهبونو اؤ عقیدو منوونکو ته هم دخپلو مذهبي ورځو اؤ تهوارونو د نمانځلو حق ترلاسه دی.

دپاکستان دسینیټ پخواني غړي مصطفا نواز کوکر په ټویټر لیکلي داسلامي جمعیت طلبا له لوري پنجاب پوهنتون کې د هندو طالبعلمانو دهولي په دستوره شوی برید دافسوس وړ دی اؤ دا د دوي دتندلاریتوب دشوي تربیت ښودنه کوي.

هغه پوښتنه کړې ده چې ایا پاکستان یوازې دمسلمانانو وطن دی اؤ دلته میشت اقلیتونه هیڅ حقوق نه لري؟

نوموړي زیاته کړې ده له داسې پېښو وروسته "بیا ګیله کیږي چې نړۍ مونږ ته تند لاري ولې وایي"

دبشري حقونو وتلی فعال اؤ لیکوال ضیاء الدین یوسفزي هم پنجاب پوهنتون کې په هندو زده کوونکو شوی برید په سختو ټکو غندلی اؤ په ټویټر یې لیکلي چې داسلامي جمعیت طلبا له لوري دهندوانو په تهوار برید یو شرمناک عمل اؤ دغندنې وړ عمل دی.

هغه په زلمو کې د تندلاریتوب دا سیوا شوی رجحان دیو مذهبي ګوند دسیاسي تربیت اؤ دتعلیمي نظام دناکامۍ ستر علت بللی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG