په کیلیفورنیا کې مېشتې افغانې مېرمنې وایي طالبان دې ښځو ته د کار او تعلیم اجازه ورکړي
په نړۍ کې د مارچ اتمه هر کال د ښځو نړيواله ورځ په توګه لمانځل کيږي چې په ټولنه کې د مېرمنو ونډه او اهميت څرګند کړي. سږ کال نړۍ په داسې وخت دا ورځ لمانځي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمني لاندې ښځو خپل بنيادي حقونه بایللي. په کيليفورنيا کې افغان مېرمنو خپل نظرونه له راشد خټک سره شريک کړي دي: