لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا یوې افغانې مېرمنې ته د زړورتیا جایزه ورکړه


افغانه فعاله ذاکره حکمت
افغانه فعاله ذاکره حکمت

افغانې فعالې، ذاکرې حکمت او د نړۍ د مختلفو هېوادونو لسو نورو ښځو د ۲۰۲۳ کال د زړورتیا جایزه ترلاسه کړه.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ چې د مارچ اتمه وه، په سپینې ماڼۍ کې ددغې جایزې د ورکولو په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د امریکا لومړۍ میرمن جېل بایډن هم ګډون کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ذاکرې حکمت د طالبانو په لومړۍ دورې کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) په پټه ښوونځی ولوست او بیا د لوړو زده کړو لپاره یې تحصیلي بورس ترلاسه او ترکیې ته ولاړه.

هغه په ۲۰۱۸ کې په ترکیې کې له طب پوهنځي څخه فارغه شوه او د خپلو زده کړو په مهال یې له کډوالو سره د مرسته کوونکو سازمانونو همکاري کوله.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې ذاکرې حکمت په ۲۰۱۴ کې د افغان مهاجرو د پیوستون په نامه یوه موسسه جوړه کړه او د ښځو او مهاجرو د حقونو په برخه کې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړې.

اعلامیه وايي: «د ذاکرې حکمت د هلو ځلو له کبله ډېرو افغانانو او په خاص ډول ښځو او نجونو او اقلیتونو د کډوالو محافظتي خدمتونه ترلاسه کړل.»

د میرمن حکمت تر څنګ د ارجنټاین، مرکزي افریقا د جمهوریت، کوستاریکا، ایتوپیا، اردن، قزاقستان، مالیزیا، منګولیا، پولنډ، اوکراین او د ایران لسو ښځو د سږکال د زړه ورتیا جایزه ترلاسه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۱۷ راپدیخوا هرکال د ښځو د حقونو فعالانو او مبارزینو ته د زړورتیا دا جایزه ورکوي. تر دې دمه د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۸۰ هېوادونو ۱۸۰ ښځو ته دا جایزه ورکړل شوې ده.

عزیزه صدیقي، ماري اکرمي، ثریا پاکزاد، وژمه فروغ، شکریه اصیل، شفیقه قریشي، ماریا بشیر، مریم درانۍ، ملالی بهادري، نسرین اوریاخیل، نیلوفر رحماني، رویا سادات او ظریفه غفاري هغه افغانې فعالانې دي چې دا جایزه ترلاسه کړې ده.

دا راپور د امریکا غږ اشنا څانګې څخه راخېستل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG