لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل: د سر شمیرنې د مامورینو په ساتونکو پولیسو ترهګریز برید کې یو عسکر وژل شوی، څلور ژوبل


دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دکور شمیرنې اؤ سرشمیرنې دمامورینو په ساتونکو پولیسو ترهګرو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دډیره اسماعیل خان ضلعې دپولیسو د ویاند دبیان له مخې دا برید د چهارشنبې په ورځ د درابن ټاڼې په حد ګره مستان سیمه کې هغه مهال شوی چې دشمیرنې اؤ کور شمیرنې مامورین پخپله دنده بوخت وؤ.

دپولیسو ویاند ویلي په دغه مهال ترهګرو ناساپه دپولیسو په ګاډي ناتاره ډزې پیل کړې چې پکې پينځه پولیس عسکر سخت ژوبل شول.

ویاند وایي کله چې ژوبل پولیس عسکر د علاج لپاره روغتون ته ورسولی شول نو دغلته د ګل فراز په نوم یو عسکر د زخمونو تاوان را نه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

هغه په پېښه کې دنورو ژوبل شوؤ عسکرو پېژندګلو د افتاب احمد،محمد نعیم صابر په نومونو کړې ده.

دپولیسو ویاند نه ده واضحه کړې چې په دغه مهال پولیسو هم ترهګرو سره مقابله کړې ده که نه خو ویلي یې دي چې له برید وروسته ترهګر تښتېدلي دي.

ویاند وایي چې د ډیره اسماعیل خان دپولیسو ضلعي مشر عبدالروف بابر قیصراني له دې ترهګریز برید وروسته په ټوله ضلعه کې پولیسو ته دامنیتي ګامونو سختولو امر کړی دی.

تر اوسه ددې برید پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې خېبر پښتونخوا کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

تر دې برید یوه ورځ وړاندې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو خبرداری جاري کړی ؤ چې په نزدې ورځو کې ترهګر خېبر پښتونخوا کې په پولیسو د یو برید پلان لري اؤ ددغه برید شنډولو لپاره یې په چمتو اوسیدو ټینګار کړی ؤ.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په 30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین په جومات کې تر ټولو ستره خونړۍ چاودنه شوې وه چې پکې 84کسان وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG