لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سکواش پخوانی نړیوال پښتون اتل، جان شیرخان په پرکېنسن ناروغۍ اخته شوی


دجان شیر خان کورنۍ وایي هغه دتېرې زیاتې مودې راهسې دپارکنسن په نوم دیوې داسې ناروغۍ ښکار دی چې په پاکستان کې یې تر اوسه علاج نه شته
دجان شیر خان کورنۍ وایي هغه دتېرې زیاتې مودې راهسې دپارکنسن په نوم دیوې داسې ناروغۍ ښکار دی چې په پاکستان کې یې تر اوسه علاج نه شته

د پاکستان د سکواش د لوبې پخوانی نړیوال اتل، جان شیر خان د پارکنسن په نوم په یوه پیچلې ناروغۍ اخته شوی چې د پاکستان حکومت یې د علاج لپاره د 10میلیونه روپو د مرستې منظوري ورکړې ده.

دجان شیر خان کورنۍ وایي هغه دتېرې زیاتې مودې راهسې دپارکېنسن په نوم دیوې داسې ناروغۍ ښکار دی چې په پاکستان کې یې تر اوسه علاج نه شته اؤ بهر یې هم مستقل علاج نه دی موندل شوی خو ډاکټران یوازې په دوایانو ورکولو له ناروغ سره مرسته کوي.

پارکېنس ناروغۍ د مرکزي عصبي سیستم یوه بې نظمي ده چې ناروغ ته پکې د خوځېدو یا حرکت ستونزې او کله کله لړزه پیدا کېږي.

د پاکستان د خزانې د وزیر ښاغلي اسحاق ډار په مشرۍ اوړمه ورځ ترسره شوې د اقتصادي رابطه کمیټۍ په غونډه کې د سکواش د لوبې ددغه پښتون اتل د علاج لپاره د 10 میلیونه روپو دمرستې منظوري ورکړل شوې ده.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو د جان شیر خان یوه داسې ویډيو خپره شوې وه چې هغه پکې د جومات دننه ناست لیدل کیږي اؤ په بدن یې ړچ لګیدلی دی.

ددغې ویډیو له مخې راتلو وروسته د جان شیر خان اوښي محبوب خان رسنیو ته ویلي وؤ چې جان شیر خان په پارکنسن نومې ناروغۍ اخته دی اؤ په زنګونانو یا پنډو کې یې تکلیف دی خو هغه ویلي وؤ چې په ذهني توګه جان شیر خان روغ جوړ دی.

د پېښور د نوي کلي سره تعلق لرونکی 54کلن جان شیر خان د خپل کیرئير په مهال اته ځله دسکواش نړیواله اؤ شپږ ځله د برټس اوپن اتلولي ګټلې وه.

په کال 1986ءم کې جان شیر خان په وړومبي ځل د نړیوال جونئیر سکواش اتلولي کټلې وه اؤ له هغې وروسته یې بیا په 1987 کې د نړیوال اوپن سکواش ټورنامنټ اؤ 1992 کې یې په وړومبي ځل برټس اوپن سکواش ټورنامنټ کې د اتلولۍ ویاړ ترلاسه کړی ؤ.

د جان شیر خان دوه نور وروڼه محب الله خان اؤ اطلس خان هم د سکواش د لوبې وتلي لوبغاړي پاتې شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG