لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: پاکستان هڅوو چې د ايي اېم اېف سره کار وکړي خو د فنډ د لارې پرانستو پرېکړې به په خپله کوي


امریکې ويلي د نړيوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور د پروګرام يا فنډ د بحالۍ د لارو پرانستې پرېکړې به پاکستان په خپله کوي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت په وېب پاڼه د خبري غونډې په تفصيل کې ويل شوي چې د بهرنيو چارو د وزارت د وياند نېډ پرايس نه په خبري غونډه کې د وايس اف امریکا لخوا پوښتنه شوې چې "په پاکستان کې ځينې کړۍ تور لګوي چې پاکستان د ايي اېم اېف د پور د پروګرام په لټه کې دی خو دغه کړۍ دریځ لري چې د امریکا او چين ترمنځ د تاو تريخوالي له امله دا خبره امکان لري چې امريکا د ايي اېم اېف سره په دغه لړ کې دوستانه اړيکې نه کاروي کومې چې کولی شي چې د پاکستان دپاره یې وکاروي".

په ځواب کې نېډ پرايس ويلي، "په دغه لړ کې به پاکستان له په خپله پرېکړې کول وي، مونږ پاکستان هڅوو چې د ايي اېم اېف سره کار وکړي په ځانګړي ډول په هغو اصلاحاتو کې، کوم چې د پاکستان کاروباري ماحول ښه کوي".

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصادي مشکلات د کوم بل هېواد نه بلکې د خپله لاسه دي. او اوسنی موجوده ايتلافي حکومت د اقتصادي مشکلاتو تور تېر د عمران خان په حکومت لګوي.

په اقتصادي مشکلاتو کې د ښکېل پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې د پور د پروګرام خبرې روانې دي د کومو په اړوند چې د پاکستان حکومت بيا بيا دعوې کوي چې ډېر زر به دغه پروګرام بحال شي.

او په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي څو پورې چې د نړيوالې مالياتي ادارې د پور پروګرام نه وي بحال شوی د پاکستان د ديواليه کېدو خطرې به سېوا کیږي او کله چې د ايي اېم اېف پروګرام بحال شي دا به د پاکستان دپاره د نورو هېوادونو او ادارو لخوا دغه هېواد ته د مالي مرستو لارې هم پرانيزي.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار نن په اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې بيا تکرار کړې چې د نړیوالې ادارې سره د پاکستان د پور د پروګرام بحالي وروسته شوې ده خو په څو ورځو کې به دغه تړون وشي.

نوموړي په تېر د پاکستان تحریک انصاف په حکومت تورونه لګولي چې "د نړيوالې ادارې سره یې په شرطونو اتفاق کړی وو خو خپلې وعدې یې نه دي وفا کړي او د شرطونو سرغړونه یې کړې ده"، خو زیاته کړې یې ده چې "دوی به هغه ټولې وعدې پوره کوي کومې چې تېر حکومت کړې وې".

هغه وويل، "بې بنياد پروپېګنډا کيږي چې پاکستان به ديواليه شي خو پاکستان به نه ديواليه کيږي". هغه په سياسي ګوندونو غږ کړی چې "ميثاق معيشيت" وکړي.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت د وياند نېډ پرايس نه بله پوښتنه شوې چې "په ايټمي وسلو سمبال پاکستان د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، سياسي چېلنجونه لري او ترهګري پکې هم سېوا کيږي، ايا امریکا فکرمنده ده چې دغه سټراټيجيکي همکار ملک به ناکامه شي؟".

په ځواب کې نوموړي ويلي، "مونږ د پاکستان د ازادۍ د وخت نه هلته يو او شراکت دار یې يو، مونږ يو باثباته، پرامنه او خوشاله پاکستان غواړو، مونږ د پاکستان په اقتصادي مشکلاتو خبر يو، مونږ په دوامداره توګه د هغو لارو په لټه کې يو چې مونږ د پاکستان د ولس د بيا بحالۍ په لړ کې مرستې وکړو او دغه لارې په "اقتصادي شراکت دارۍ کې مرستندويه وګرځي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG