لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د ښځو له حقونو د طالبانو سرغړونې به افغانستان سره د نړۍ مرستې او فنډونه کم کړي


واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ښځو له حقونو د طالبانو د حکومت سرغړونې د دې سبب کېدای شي چې په افغانستان کې د نړۍ مرستې او پرمختیایي فنډونه کم شي.

سږ کال ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره له نړۍ څخه د 4.6 ارب ډالرو غوښتنه کړې ده، ځکه چې وایي د دې هېواد د ابادۍ په درو کې دوې برخې خلک یعنې 28 میلینه کسان د ژوندي پاتېدو لپاره دغو مرستو ته اړتیا لري.

د ښځو په نړیواله ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» مشرې روزا اوتنبایوا په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او تګ راتګ د طالبانو د حکومت بندیزونو دغه نړیوالې مرستې له خطر سره مخ کړې دي.

مېرمن اوتنبایوا وایي "که ښځې کار ته نه پرېښوول شوې کېدای شي د افغانستان لپاره فنډونه را کم شي او که د مرستو کچه را کمه شوه نو د دغو مرستو د ملاتړ لپاره به د نغدو امریکایي ډالرو د لېږلو کچه هم کمه شي".

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې زیاته کړه، د موسمي بدلونونو د اغېزو د مخنیوي لپاره چې به وړو بنیادي منصوبو یا پالیسیو ته د نورو پرمختیا وړ مرستو د برابرېدو په اړه کوم بحثونه کېدل هغه هم د طالبانو د بندیزونو له کبله ځنډیدلي دي.

افغانې ښځې له تېر څه باندې یونیم کال راهیسې د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ دي، د تعلیم او کار حق ترې اخیستل شوي او د ژوند له نورو چارو هم ایستل شوې او په کورونو کې بندې ساتل شوې دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د چارشنبې- شورو په ورځ خبري غونډې ته د مرستو د ممکنه کموالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"واشنګټن د مرستو د محدودېدو نتیجې څېړي او په دې اړه له ملګرو ملتونو سره له نیژدې مشوره کوي."

نیډ پرایس وویل امریکا به له نړیوالې ټولنې سره کار ته دوام ورکړي او دا ډاډ به تر لاسه کوي چې طالبان دا فکر ونه کړي چې ګواکې دوی هم له نړیوالې ټولنې سره له کړو ژمنو پر شا شي او هم د افغانانو خصوصاً د ښځو خلاف سخت ګامونه پورته کړي.

امریکا اوس هم له افغانستان سره ستر مرسته کوونکی هیواد ګڼل کیږي، چې په 2022م کال کې یې د ملګرو ملتونو د مرستې له پلان سره څه باندې یو ارب ډالره مرسته کړې وه.

طالبان دعوه کوي چې د ښځو او نجونو حقونو ته د اسلام په چوکاټ کې درناوي لري او وایي د نجونو د پوهنتونونو او سکولونو په پرانیستلو یې کار روان دی خو تر اوسه په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق هم په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته خبرې کې او ویلي یې دي چې طالبان د ښځو او نجونو خلاف د خپلو سختو تګلارو د ختمولو په برخه کې یا نه شي کولای او یا نه غواړي ملي او نړیوالو غوښتنو ته جواب ووایي.

په ملګرو ملتونو کې د عربي اماراتو استازې لانا زکي نسیبه هم تعلیم او کار ته د افغانو نجونو د لاسرسي په اړه په غونډه کې اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې طالبان له مرسته کوونکو هیوادونو سره د تېرایستنې پالیسۍ کاروي.

مېرمن نسیبه وایي طالبان په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار په بندیز لګولو سره د مرستو په وېشلو کې مداخله کوي او له خنډ سره یې مخ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG